د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د اوربند خبرو کې 'د پام وړ پرمختګ' شوی - مصري رسنۍ


اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په خبره، تراوسه پکې له ۳۰ زره زیات وګړي وژل شوي او اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په خبره، تراوسه پکې له ۳۰ زره زیات وګړي وژل شوي او اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د مصر یوې دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ مارچ ۴ (کب ۱۴) راپور ورکړ چې په غزه کې د اوربند په اړه د منځګړو او حماس د مرکچیانو ترمنځ د خبرو په دوهمه ورځ "د پام وړ پرمختګ" شوی دی.

د څو اوونیو ډپلوماتیکو هلو ځلو وروسته، مصر، قطر او متحده ایالات هڅه کوي چې په راتلونکې اونۍ کې د روژې له پیل څخه مخکې، د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې د شپږو اونیو اوربند پلی کړي.

ددې اوربند د وړاندیز له مخې، ټاکل شوې ده چې حماس ډله د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې یرغمل اسرائیلیان ازاد کړي.

د حماس اورپکو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د یو برید په ترڅ کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

یو شمېر یرغمل د نومبر په میاشت کې د موقتي اوربند پر مهال خوشې شوي او ویل کیږي چې د ۱۰۰ په شاوخوا کې یې لاتر اوسه له حماس سره بند پاتې دي.

القاهره نیوز، چې د مصر له استخباراتي ادارې سره تړاو لري، د یو لوړ پوړي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودلی، ویلي: "مصر د روژې له میاشتې مخکې د اوربند پلې کولو په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي."

په راپور کې ویل شوي، په خبرو کې چې د یکشنبې په ورځ د اسرائیل له استازیتوب پرته و مصر په پایتخت قاهره کې پیل شوې، د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په وینا، اسرائیل هم د وړاندیز شوي شپږو اونیو اوربند شرایط منلي، چې په ترڅ کې به یې غزې ته د بشري مرستو رسولو ته لار هواره شي.

اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې، د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په خبره، تراوسه پکې له ۳۰ زره زیات وګړي وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو ادارو په غزه کې د خوړو او نورو اړینو توکو د سخت کمښت په وجه د قحطۍ او وژونکو ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG