د لاس رسي وړ اتصالات

حماس وایي دوه امریکایۍ برمته شوې میرمنې یې خوشې کړې


په غزې کې واکمنې حماس ډلې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) وویل چې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د برید په ترڅ کې د شاوخوا ۲۰۰ یرغمل شویو له ډلې څخه یې دوه امریکایان خوشې کړي دي.

حماس په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره کړې ویلي، "د قطري [مقاماتو] د هڅو په ځواب کې، د (عزالدین) القسام لوا، دوه امریکايي اتباع (مور او لور) د بشردوستانه دلایلو له امله خوشې کړلې."

دغې اسلامپالې ډلې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې څنګه او کله یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه چې غزې ته انتقال شوي اکثر یې لا هم ژوندي دي.

د اسرائیل د پوځ په یو بیان کې ویل شوي: "د یرغمل شویو کسانو اکثریت ژوندي دي. د وژل شویو کسانو جسدونه هم د غزې تړانګې ته وړل شوي دي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې تر ۲۰ زیات یرغمل شوي کسان کوچنيان دي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۲۰ کلونو تر منځ دي او همداشان په نورو یرغمل شويږ کسانو کې د ۶۰ کالو پورته عمرونه هم شامل دي.

د حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل په یو ناڅاپي برید کې د ملکیانو په ګډون تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل د هیواد د جوړیدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس اورپکو تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي، چې په هغو کې دوه ګوني تابعیت لرونکي هم شامل دي.

حماس همدا راز ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکنۍ خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید لپاره به یو یرغمل ووژني.

اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې د غزې په تړانګه د اکټوبر له اوومې راهیسې هوايي او توپچي بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، دغو بریدونو نه یوازې تر ۴۱۰۰ څځه ډېر کسان وژلي، بلکې د غزې په تړانګه کې مېشت سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG