د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: مصر غزې ته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسیدو لپاره د رفح بندر په پرانیستلو موافقه وکړه


غزې ته په بشردوستانه مرستو بار وړونکي لارۍ چې د رفح د لارې خلاصیدو لپاره شیبې شمیري.
غزې ته په بشردوستانه مرستو بار وړونکي لارۍ چې د رفح د لارې خلاصیدو لپاره شیبې شمیري.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي موافقه کړې چې د غزې تړانګې ته د مرستو د لومړۍ جوپې د رسیدو لپاره د رفح لاره پرانیزي.

بایډن د چهارشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۸(تلې۲۶مه) له اسرائیلو څخه د خپل سفر په پای کې خبریالانو ته د مصر له ولسمشر السیسي سره د خبرو په اړه تازه جزییات ورکړل. ولسمشر بایډن وویل: "هغه (د مصر ولسمشر) موافقه وکړه چې د مرستو ددغه بهیر د پیلیدو لپاره، په لومړي سر کې شلو لاریو ته اجازه ورکړي."

تر دې مخکې د اسرائيلو د صدراعظم بنیامین نتنياهو دفتر، په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د مصر له لارې غزې ته به يوازې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د رسیدو اجازه ورکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې:" د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې او د اسرائیلو د کابینې د پریکړې پر بنسټ به اسرائیل د هغو بشري مرستو مخه ونه نیسي، چې د مصر له لارې سویلي غزې تړانګې ته یوازې د ملکي خلکو لپاره رسېږي."

خو په ورته وخت کې د اسرائیلو د صدراعظم د دفتر لخوا په یادې اعلامیې دا هم ویل شوي، چې دا مرستې باید د حماس ډلې لاس ته و نه لویږي، هغه ډله چې د اکتوبر په اوومه یې پر اسرائیلو برید وکړ.

ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل، چې دا بشري مرستې به ملګري ملتونه وویشي، خو خبرداری یې ورکړ: "که چیرې حماس دا مرستې ضبط کړي یا یې پرې نه ږدي ... نو دا بهیر به پای ته ورسیږي."

بایډن وویل، چې دا بشري مرستې به ښایې د جمعې تر ورځې پورې غزې ته ونه رسیږي، ځکه غزې ته غځیدلي لارې بیارغونې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو مشرانو غزې ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره پر روانې همغږۍ او ملکي وګړو ته د دې مرستو د وېش پر میکانیزمونو خبرې وکړې.

په اعلامیې کې راغلي: "دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د ثبات پر ټینګښت، د جګړې د زیاتیدو د مخنیوي او په سیمه کې د باثباته او تلپاتې سولې لپاره د شرایطو د رامنځ ته کولو په اړتیا موافقه وکړه."

ولسمشر جوبایډن، د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۸مه) پداسې حال د اسرائیلو پلازمینې تل ابیب ته ورسېد، چې په غزه کې د الاهلي العربي پر روغتون باندې برید کې، د شاوخوا ۵۰۰ تنو وژل کیدل پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

ټاکل شوې وه چې بایډن د اسرائیل صدراعظم سره د امریکا د ملاتړ د بیا څرګندولو په موخه غونډه وکړي او بیا اردن ته د یوې بلې مهمې غونډې لپاره ولاړ شي. خو په غزه کې د الاهلي العربي په روغتون له خونړي برید وروسته د اردن غونډه لغوه شوه.

سپینې ماڼۍ د بایډن تر سفر مخکې تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي وو: " د اردن له پاچا عبدالله سره تر مشورې او د فلسطین د خپلواکې ادارې د ولسمشر محمود عباس له لوري د ماتم د ورځو له اعلان وروسته، ولسمشر بایډن به اردن ته خپل سفر او له عبدالله او السیسي سره پلان شوې غونډه وځنډوي."

په اسرئیل باندې د حماس له بریدونو وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې بریدونه پيل کړي دي. مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطينیان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دی. په غزه کې د الاهلي العربي د روغتون د تلفاتو سره دا شمېر ۳۵۰۰ ته ورسېده.

اسرائیل چې غزه یې کلکه محاصره کړې ده، اوبه، خوراکي توکي، تیل او نور اړین مواد هم ورته نه پرېږدي. د اروپایي ټولنې مشرانو ویلي دي چې د اسرائیل دا اقدام د "له نړیوالو قوانینو سره برابر" نه دی. د اسلامي هېوادونو اکثریت مشرانو دا کار "غیر انساني" او ځینو "بشري جنایت" بللی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG