د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د مصر له لارې غزې ته د اوبو، خواړو او درملو د رسیدو اجازه ورکوو


د اسرائيلو د صدراعظم بنیامین نتنياهو دفتر، نن چهارشنبې د اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د مصر له لارې غزې ته به يوازې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د رسیدو اجازه ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي ‌چې:" د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې او د اسرائیلو د کابینې د پریکړې پر بنسټ به اسرائیل د هغو بشري مرستو مخه ونه نیسي، چې د مصر له لارې سویلي غزې تړانګې ته یوازې د ملکي خلکو لپاره رسېږي."

خو په ورته وخت کې د اسرائیلو د صدراعظم د دفتر لخوا په یادې اعلامیې دا هم ویل شوي، چې دا مرستې باید د حماس ډلې لاس ته و نه لویږي، هغه ډله چې د اکتوبر په اوومه یې پر اسرائیلو برید وکړ.

اعلامیه همداراز زیاتوي، تر هغه‌ چې د حماس لخوا ټول یرغمل شوي کسان خوشي نشي، بشري مرستې به د اسرائیلو له لارې غزې ته ونه رسیږي.

د صدراعظم نتنیاهو د دفتر لخوا په دغه اعلامیې راغلي،‌ چې اسرائیل د سره صلیب نړیواله کمیټه لخوا له اسرائیلي یرغمل شوي کسانو سره د کتنې غوښتنه کړې ده، او په ورته وخت کې تل ابیب هڅه کوي د خپلو غوښتنو لپاره پراخه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

اسرائیلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې د حماس ډله واک ته ورسېد، غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې ده. خو اوسمهال غزه د لومړنیو خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي وو، چې د غزې په هټیو او مارکیټونو کې، چې اسرائیل محاصره کړې، د څلورو یا پنځو نورو ورځو لپاره خواړه شته او بس.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاته کړې، چې د غزې په زیرمو کې خوراکي مواد په کمېدو دي او په هټیو او مارکیټونو کې وضعیت تر هغه لا بدتر دی.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر، جوزف بوریل، نن د اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶مه)، د اسرائیلو لخوا د غزې پر اوسېدونکو د اوبو بندول "غیر قانوني" او د "نه منلو" وړ وبلل.

هغه وویل، چې د یوې کلابندې شوې سیمې خلکو باندې د اوبو بندول"له نړیوال قوانینو څخه سرغړونه ده."

نوموړي زیاته کړه، چې د اروپايي ټولنې دریځ د اوکراین په اړه هم دا ده، چېري چې روسي ځواکونو د محاصره شویو سیمو پر اوسېدونکو اوبه بند کړي وو. هغه ټینګار وکړ چې، باید د غزې په اړه هم د اروپايي ټولنې دريځ همداسې وي.

اسرائیل چې غزه یې کلکه محاصره کړې ده، اوبه، خواړه، تیل او نور ضروري مواد هم ورته نه پرېږدي. د اروپایي ټولنې مشرانو ویلي دي چې د اسرائیل دا اقدام د "له نړیوالو قوانینو سره برابر" نه دی. بلخوا د اسلامي هېوادونو اکثریت مشرانو دا کار "غیر انسانی" او ځینو "بشري جنایت" بللی دی.

غزې ته د مرستو د رسیدو په موخه د بايډن او مصر د ولسمشر خبرې اترې

ولسمشر جوبایډن، نن له خپل مصري سیال، عبدالفتاح السیسي سره د غزې خلکو ته د مصر له لارې د بشري مرستو د رسولو،‌ همغږۍ او ددغو مرستو د ویشلو د میکانیزم په اړه خبرې وکړې.‌

د سپینې ماڼۍ څخه په دې اړه په خپاره شوي خبرپاڼې کې ویل شوي، چۍ پدغه خبرو اترو کې،‌ دواړو مشرانو د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسیدو برسیره هوکړه وکړه، چې د ملګرو ملتونو بشردوستانه غوښتنې ته د بیړني او غښتلي نړیوال غبرګون د هڅولو لپاره، په ګډه کار وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي،‌ دواړو مشرانو همداراز د متحدو ایالتونو او مصر ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه پرخپلو ژمنو، په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت، د جګړې د زیاتیدو د مخنیوي او په سیمه کې د یوې تلپاتې او دایمي سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

غزې ته د بشري مرستو رسولو خبرې اترې پداسې حال کیږي، چې په اسرئیل باندې د حماس له بریدونو وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې بریدونه پيل کړي دي. مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطينیان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دی. په غزه کې د الاهلي العربي د روغتون د تلفاتو سره دا شمېر ۳۵۰۰ ته ورسېده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG