د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د اوربند په اړه د مذاکراتو دوام؛ د امریکا، قطر او حماس پلاوي مصر ته رسیدلي


د غزې د ویجاړیو یوه څنډه
د غزې د ویجاړیو یوه څنډه

مصري رسنیو خبر ورکړی، چې د متحده ایالاتو، قطر او حماس ډلې استازي په غزه کې د اوربند د ټینګیدو په مقصد د خبرو په نوي پړاو کې د ګډون لپاره مصر ته رسېدلي دي.

مصر، قطر او واشنګټن له څو اوونیو راهیسې په دې هکله د مذاکراتو منځګړیتوب کړی او د دغو خبرو اترو موخه د روژې د میاشتې له پیل کیدو دمخه د اوربند هوکړې ته رسېدل دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم هیله څرګنده کړې وه چې د روژې له پیل مخکې اوربند ټینګ شي.

د حماس ډلې یوې سرچینې نن، د مارچ دریمه (کب ۱۳) د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د خلیل الحیه په مشرۍ د دغې ډلې یو لوړ پوړی پلاوی مصر ته رسیدلی دی.

د دغې سرچينې په وينا، د حماس پلاوي له مصري منځګړو سره ليدلي او د پاريس د نوي وړانديز په اړه به د دغې ډلې ځواب ولېږي.

د دې ډلې یو بل لوړپوړي غړي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د فرانس پرس اژانس ته ویلي، که اسرائیل د حماس وړاندیز ومني، احتمال شته چې په راتلونکو ۲۴-۴۸ ساعتونو کې د اوربند موافقه وشي.

هغه زیاته کړه، چې د غزې شمال ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو ستنېدل، د بشردوستانه مرستو زیاتوالی او د نړیوالې ټولنې له خوا په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د یوې موافقې لپاره د زمینې هوارول د دغې ډلې له غوښتنو څخه دي.

متحده ایالات، حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه نومولی او په تیرو خبرو اترو کې مصري مقاماتو د حماس، اسرائیل او متحده ایالاتو ترمنځ پیغامونه تبادله کول.

مذاکرات په هغه وړاندیز غور کوي چې له مخې به یې شپږ اونیز اوربند رامنځ ته شي، حماس به یرغمل شوي او اسرائیل به فلسطیني بندیان خوشې کړي او په ورته وخت کې به غزې ته نورې بشري مرستې هم ورسيږي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۱۴۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې ولسي وګړي وو. اسرائیلي مقامات همداشان ادعا کوي چې د حماس جنګیالیو پر اسرائیل د برید په ترڅ کې څه باندې ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي چې تر نیمايي زیات یې لا هم د حماس په بند کې دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې روغتیايي مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په غزه کې څه دپاسه ۳۰۴۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG