د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د افغانستان د قیمتي کاڼو لېږد کم شوی - سوداګر


پېښور ته قیمتي ډبرې تقریبا ټولې له افغانستان څخه وړل کیږي.
پېښور ته قیمتي ډبرې تقریبا ټولې له افغانستان څخه وړل کیږي.

د پاکستان په پېښور کې د قیمتي ډبرو سوداګر وايي، له هغه راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیاواکمن شوي، له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قیمتي ډبرو لېږد ۸۰ سلنه کم شوی دی.

پېښور ته قیمتي ډبرې تقریبا ټولې له افغانستان څخه وړل کیږي. خو سوداګر وايي، د طالبانو له خوا د مالیاتو لوړول او پر ډیورنډ کرښې ستونزې لامل شوي چې دغه ډبرې د پخوا په څېر پېښور ته نه لېږدول کېږي.

د پېښور په نمک منډۍ کې د قیمتي ډبرو سوداګر احمد اپریدی د کار له کموالي شکایت کوي. هغه وايي، د طالبانو د لوړو مالیو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې بندېدو او د شرایطو ترینګلتیا پېښور ته د افغانستان د قیمتي کاڼو تګ محدود کړی دی.

په پېښور کې د شفق الدین په نوم د قیمتي کاڼو افغان سوداګر وايي، پخوا یې کاروبار ډېر ښه وو.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د اشرف غنی په وخت کې او د حامد کرزي په وخت کې دا کار ډېر ښه وو. مخکې به مال ډېر راتلو او کاروبار ډېر ښه وو، اوس دومره ښه نه دی، ولې چې لاري بندي دي او خلک ډېر په مشکلاتو کې دلته ژوند تېروي.‌"

خو ددې قیمتي ډبرو ځیني نور افغان سوداګر بیا وايي، تر طالبانو وړاندې حکومتونو کې به دغه قیمتي ډبرې په قاچاقی لارو تر پېښوره را رسېدې او د دوی کاروبار به روان وو. ددې سوداګرو په خبره اوسني واکمنو ترې بندیز لرې کړی، خو مالیه یې څو چنده زیاته کړې ده.

افغان سوداګر شمس الرحمان وايي، د تېر حکومت پر مهال چې د لاجوردو پر لېږد بندیز لګېدلی وو، پېښور ته به په قاچاقي ډول وروړل کېدل.

هغه وويل: "کوم وخت نه چې طالبان راغلي دي،‌ دوی کولاو کړي دي، خو ډېر زیات ټېکس يې پرې لګولی دی. دومره زیات ټېکس یې لګولی دی چې دلته یې راوړو،‌ نو هغه کرایه نه شو جوړولی.‌"

پېښور نه یواځې د قیمتي ډبرو،‌ بلکې د یو شمېر نورو افغان توکیو او محصولات دپاره مهم بازار بلل کیږي. خو په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ محدودیتونو د قیمتي ډبرو له دې برسېره دلته له افغانستان سره تړلي نور کاروبارونه هم متاثره کړي دي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG