د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي دوه چینایان یې د افغانستان د قیمتي ډبرو د قاچاقو په تور نیولي 


لیتم لرونکی قیمتي ډبرې. تصویر: ارشیف
لیتم لرونکی قیمتي ډبرې. تصویر: ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې د دوو چینایانو په ګډون یې پنځه کسان نیولي دي چې د دوی په خبره له افغانستان څخه یې ۱۰۰۰ میټریک ټن لیتم لرونکي قیمتې ډبرې قاچاق کولې.

دوی وايي دا کسان یې د ننګرها په مرکز جلال اباد کې نیولي دي.

د افغانستان «ملي تلویزون» چې د طالبانو تر څار او ادارې لاندې فعالیت کوي، د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) د طالبانو د استخباراتي مقاماتو په حواله ویلي دي چې دوو چینايي وګړو او دریو افغان همکارانو یې غوښتل د پاکستان له لارې د افغانستان «قیمي ډبرې» چین ته قاچاق کړي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت یو لوړ پوړي چارواکي محمد رسول عاقب وايي چې دغو ډبرو «تقریبآ ۳۰ سلنه لیتم» درلودل او «په پټه» د نورستان او کونړ ولایتونو څخه استخراج شوي وو.

د دغو کسانو هویت افشا شوی نه دی او نه هم په کابل کې د چین د سفارت مقاماتو، چې له طالبانو سره عادي روابط لري، په دې اړه څه ویلي دي.

طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د لیتم استخراج منع کړی دی.

د راپورونو په اساس، افغانستان د نژدې یو تریلیون ډالرو په ارزښت طبعي زیرمې او منرالونه لري چې لیتم هم په کې شامل دي، خو په دغه هېواد کې روانو جګړو د دغو معدنونو د استخراج مخه نیولې ده.

لیتم د چارچ کېدونکو بیټریو لپاره مهم عنصر بلل کېږي او همدغه راز په «پاکې تکنالوژۍ» کې د اقلیم بدلون سره د مبارزې او چاپېریال د ساتنې لپاره کارول کېږي، همدغو ټکو ته په کتو په نړیواله کچه د لیتم تقاضا زیاته شوې ده.

نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان سره د ډبرو سکرو د استخراج تړون لاسلیک کړی چې له دې لارې ترلاسه کېدونکیو عوایدو باندې خپلې حکومتي چارې وچلوي.

ځینې کارپوهان وايي چې طالبانو په ارزان قیمت له پاکستان سره دا تړون لاسلیک کړی دی. په تېرو کالونو کې په افغانستان کې ځینې طبعي زېرمې د زورورو خلکو له لوري په ناقانونه توګه استخراج او قاچاق کېدې.

XS
SM
MD
LG