د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم له روسيې وسلې او الوتکې غواړي


جنرال دوستم نږدې یوه میاشت د افغانستان په دوه شمالي ولایتونو کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د جګړې مشرۍ کوله
جنرال دوستم نږدې یوه میاشت د افغانستان په دوه شمالي ولایتونو کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د جګړې مشرۍ کوله

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین نه وغوښتل له افغان امنیتي ځواکونو سره دې پوځي مرستې وکړي. ښاغلی دوستم وايي افغان ځواکونه له روسي وسلو او الوتکو سره ښه بلد دي او مسکو باید ورسره مرسته وکړي چې د داعش په څیر له ترهګرو ډلو سره وجنګیږي.

دوستم وویل داعش یوازې افغانستان نه ګواښوي بلکې د قفقاز لوړې او منځنۍ آسیا هم غواړي. ده وویل داعش هڅه کوي چې د ټولې سیمې امنیت ګډوډ کړي.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول له روسیې نه د پوځي مرستو غوښتنه نده کړې خو پخوا امریکا د افغان ځواکونو لپاره ځيني وسلې او الوتکې له روسيې رانیولې وې.

پاکستان

ښاغلي دوستم دغه راز له افغانستان سره د پاکستان په دوستۍ شک وښود او وویل چې پاکستاني چارواکي یوازې په خوله د افغانانو دښمنان خپل دښمنان ګڼي.

دوستم وویل " یا خلکوهمداسې فکر وکړئ وایي د افغانستان دوست زمونږ دوست دی، د افغانستان دښمن زمونږ دښمن دی، دا د پاکستان د خلکو د غلولو خبرې دي، تا سو یې برعکس فکر وکړئ د افغانستان د خلکو دښمن د هغوی دوست دی او د افغانانو دوست د هغوی دښمن دی ".

عبدالرشید دوستم په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د پراخو پوځي عملیاتو له مشرۍ وروسته د دوشنبې په ماښام کابل ته راستون شو.

دوستم کابل ته له رارسیدو سره سم خبریالانو ته وویل " دا کومه کوچنی بریالیتوب نه دی، په همدې خاطر وطندارانو زه له هوا نه غږیږم ما وویل چې مونږ د داعش سره جنګیږو، مونږ د پاکستانیانو سره جنګیږو مونږ د آی ایس آی سره جنګیږو دا خبرې هوایي نه دي ".

جنرال عبدالرشید دوستم وویل چې که چیرې دی فاریاب ته نه وای تللی ددې امکان وو چې دا ولایت د مخالفو وسله والو لاس ته لویدلی وای.

XS
SM
MD
LG