د لاس رسي وړ اتصالات

نکلسن: امریکا له پاکستان غوښتي چې د وسله والو له ملاتړ نه لاس واخلي


جنرال نکلسن وایي د سولې پروسې ته نه یوازې امریکا بلکې ناټو هم ژمنه ده
جنرال نکلسن وایي د سولې پروسې ته نه یوازې امریکا بلکې ناټو هم ژمنه ده

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نکلسن وایي چې د امریکا متحده ایالاتو په لوړه کچه د پاکستان نه غوښتي دي چې پخپلې خاورې کې وسله والو ډلو ته د پنا ورکولو او د هغوي سره د ملاتړ نه لاس واخلي.

جنرال نکلسن د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې ډیر ژر به د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیران پاکستان ته سفر وکړي چې دغه پیغام په خصوصي توګه پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

ښاغلی نکلسن وایي جمهور رئیس ټرمپ په خصوصي توګه د پاکستان نه د بدلون غوښتنه کړې، خو دا چې جګپوړي امریکایي هیت پاکستان ته په خصوصي ډول څه ویلي دي، نشي کولای چې په ډاگه کړي، خو زیاتوي چې "که پاکستان په دښمن فشار زیات کړي، په بدل کې به یې امتیازات ورکړل شي او که دا کار یې ونکړ، د امتیازاتو نه به محروم شي".

جنرال نکلسن وویل "په افغانستان کې د تشدد کمیدل تر ډیره حده د پاکستان په لاس کې دي. که هغوي وسله والو ډلو ته پخپلې خاورې کې د پټیدو ځای ورکړي چې بیرته ځانونه منسجم کړي، ښایي چې راتلونکي کال به نور هم سخت وي، خو مونږ به د جګړې په ډګر کې په دښمن فشار بیخي ډیر کړو او دا کال به د طالبانو لپاره ډیر بد وي".

د طالبانو سره د سولې په برخې کې دغه جگپوړي امریکایي قوماندان پدې ټینګار وکړ چې دغې پروسې ته نه یوازې امریکا بلکې ناټو هم ژمنه ده.

هغه وویل "زمونږ هیله دا ده چې د طالبانو اکثریت به دا خبره درک کړي چې د هغوي، د کورنیو او راتلونکې لپاره یې تر ټولو غوره لار د افغاني ټولنې سره یو ځای کیدل دي او که دا کار یې ونکړ یا به ووژل شي او یا به داسې یو حالت ته ورسول شي چې موجودیت او نه موجودیت یې هیڅ اهمیت ونلري".

جنرال جان نکلسن همدارنګه زیاته کړه چې د سولې خبرو ته د حاضریدو لپاره په طالبانو نظامي فشار زیات شوی. نکلسن وویل د نظامي فشار د لارې غواړي طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې هغوي په نظامي لارو چارو کامیابي نشي تر لاسه کولی.

XS
SM
MD
LG