د لاس رسي وړ اتصالات

جان کمبل: په افغانستان کې د داعش پلویان په زیاتیدو دي


جنرال کمبل هم ویلي دي داسې نښې نښانې شته چې په ننگرهار کې د داعش پلویان هڅه کوي په سوریه او عراق کې د داعش له رهبرۍ سره اړیکې ټینگې کړي.
جنرال کمبل هم ویلي دي داسې نښې نښانې شته چې په ننگرهار کې د داعش پلویان هڅه کوي په سوریه او عراق کې د داعش له رهبرۍ سره اړیکې ټینگې کړي.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان وایي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې پلویان هڅه کوي چې ددې ډلې سیمه ییزه اډه په ننگرهار کې جوړه کړي.

جنرال جان کمبل د اسوشیتید پرس سره په مرکه کې پرته له دې چې کومه ځانگړې شمیره په ډاگه کړي ویلي دي چې د سوریې او عراق څخه بهرني جنگیالي د افغان سخت دریځو له لیکو سره چې د داعش ډلې ته یې بیعت کړی دی، یو ځای شوي دي.

له دې دمخه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي وو چې "د داعش د ډلې افغان جنگیالي ددې ډلې سره ژورې اړیکې ټینگې کړې دي. د داعش ډله هغوی ته امر کوي او هغه کنترولوي. د داعش ډله هغوی تمویلوي او ورته تگلاره ټاکي."

جنرال کمبل هم ویلي دي داسې نښې نښانې شته چې په ننگرهار کې د داعش پلویان هڅه کوي په سوریه او عراق کې د داعش له رهبرۍ سره اړیکې ټینگې کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د ننگرهار ولایت سیمه ییز چارواکو څه موده مخکې د امریکا غږ ته ویلي وو چې ددې ولایت په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د ډلې یوه لویه انترنیتي دستگاه یې چې د هغوی اړیکې یې د سوریې او عراق سره ټینگولې له منځه وړې ده.

د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان وایي تر اوسه څرگنده نه ده چې آیا افغان جنگیالي چې ځان د داعش پلويان گڼي، په دې تونیدلي چې خپلې اړیکې په عراق او سوریه کې د داعش له مشرانو سره ټینگې کړي او که نه؟

طالبانو او د داعش پلویانو د روان میلادي کال په اوړي کې د ننگرهار ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو سره سختې جگړې وکړې.

ددې ولسوالیو اوسیدونکي د داعش د ډلې د ظلمونو څخه سر ټکوي او د هغوی له لورې د سر پری کولو، وهلو ټکولو او د ښځو د اجباري ودولو کیسې کوي.

XS
SM
MD
LG