د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې اووه تنه د اسلامپالو بریدونو د پلان کولو په تور نیول شوي

عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) وویل، اووه کسان یې د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو په تور نیولي چې د اسلامي دولت (داعش) له ډلې څخه یې الهام اخیستی و.

د جرمني لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې وویل چې نیول شوي کسان د مرکزي اسیا "سخت دریځه اسلامپالي دي او له څه مودې راهیسې یو بل سره پیژني."

څارنوالانو وویل چې دغو کسانو د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې په اوکراین کې د جګړې له پیلیدو وروسته، "تقریبا په یو وخت له هغه ځایه جرمني ته سفر کړی دی."

چارواکو وویل، ددې اوو کسانو ترڅنګ یو بل شکمن کس د ۲۰۲۲ په جون کې په هالنډ کې نیول شوی او غوښتل یې چې "له داعش څخه په الهام اخیستلو، خبر جوړونکي ستر ترهګریز بریدونه پلان کړي."

څارنوالانو وویل: "دې مشکوکو کسانو په جرمني کې د ممکنه هدفونو په اړه فکر کاوه، د احتمالي جرمونو صحنو ته ورغلي وو او هڅه یې کوله چې وسلې ترلاسه کړي."

چارواکو زیاته کړې چې نیول شوي کسان تردې مهاله د یو "ملسموس تروریستي برید" په طرح کولو باندې نه و توانېدلي.

دغه کسان چې پنځه یې د ترکمنستان، یو د تاجیکستان او بل د قرغیزستان اتباع دي، د جرمني په لویدیځ کې د شمالي راین ویسټفالیا د سیمې په څو مختلفو موقعیتونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د قرغیز شکمن په استثنا، څارنوالانو پر نیول شوي کسانو باندې دا تور هم پورې کړی چې "د ۲۰۲۲ کال د اپریل راهیسې د داعش دپاره د مرستو په راټولولو بوخت وو."

په همدې تړاو یو تاجیکستانی تبعه او د هغه قرغزۍ میرمن په هالنډ کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

هالنډي څارنوالانو وویل، دغه دوه کسان د "ترهګرۍ د جرمونو لپاره د تیاري نیولو" په تور نیول شوي او پر نیول شوي تاجکستاني وګړي "شک کیږي چې د داعش غړی دی."

د جرمني د کورنیو چارو وزیر نانسي فایرز په یوې اعلامیې کې د نیول شويو کسانو له خوا د ترهګریزو بریدونو ګواښ "ډیر جدي" بللی ویلي یې دي چې "د جرمني امنیتي ځواکونه د اسلامپالو د ترهګرۍ په مخنیوي تمرکز کوي.

XS
SM
MD
LG