د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې یو ایرانی د کیمیاوي تروریستي برید د پلان په تور نیول شوی


د جرمني پولیسو او څارنوالانو د یکشنبې په ورځ جنورۍ اتمه (مرغومي ۱۸) وویل چې یو ایرانی په لویدیځ جرمني کې د ساینایډ او ریسین په نامه د زهرجنو کیمیاوي موادو په کارولو سره د یو تروریستي برید د پلان کولو په شک نیول شوی دی.

د مونسټر ښار پولیسو او د دوسلدورف ښار د څارنوالۍ دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې پولیس منصبدارانو د کاسټروپ - روکسیل په ښارګوټي کې د "زهرجنو موادو" د موندلو لپاره یو استوګنځی پلټلی دی.

پلټونکو ویلي چې یو ۳۲ کلن ایراني باندې شک دی چې د اسلامپالنې په انګیزه د «ترورویستي برید د ترسره کولو لپاره یې د ساینایډ او ریسین [زهرجنو کیمیاوي موادو] په ترلاسه کولو د دولت د امنیت د ګواښولو پلان جوړ کړې و».

د پولیسو یوې ویاندې ویلي چې دا کس د شنبې له نیمې شپې دمخه نیول شوی دی. هغې وويل، يو بل تن چې ويل کېږي د اصلي مشکوک ورور دى، هم د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.

پولیسو ویلي چې دغه ۳۲ کلن تورن به په راتلونکو ورځو کې محاکمې ته وړاندې کړل شي.

ریسین یوه زهرجنه ماده ده چې په جرمني کې د "کیمیاوي وسلو" په کتګورۍ کې راځي. سیانایډ ته ورته، ریسین کیدای شي وژونکی وي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، چاپه د پولیسو د هغو اجنټانو لخوا اچول شوې چې د کیمیاوي خطر په وړاندې یې محافظتي جامې اغوستي وې.

د جرمني د بيلډ ورځپاڼې د راپور له مخي جرمني مقاماتو ته څو ورځي مخکي د «کيمياوي بم» د بريد د خطر په اړه د يو بهرني استخباراتي ادارې له خوا خبر ورکړل شوی و.

په ۲۰۱۸ کې، یو تونسي سړی او میرمن یې هم په جرمني کې د بیولوژیکي بم د برید د پلان کولو په شک نیول شوي وو. دوی دواړه له داعش ډلې سره خواخوږي درلوده. د کولن په ښار کې د هغوی په اپارتمان کې۸۴ ملی ګرامه ریسین موندل شوي وو. دا شخص په ۲۰۲۰ کې په ۱۰ کاله او میرمن یې په اته کاله بند محکومه شوه.

په دې وروستیو کې په جرمني کې څو ترهګریز بریدونه شوي چې په کې د ۲۰۱۶ کال د کرسمس په بازار کې د لارۍ برید هم شامل دی چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. ددې برید دیارلسم قرباني د پیښې څخه پنځه کاله وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو.

دا رپوټ د فرانس پرس د خبري اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG