د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني "ترکیې ته د وسلو استول منع کړل"


جرمني پر سوریې باندې د ترکیې د بریدونو په غبرگون کې ترکیې ته د وسلو استولو باندې بندیز ولگاوه.

جرمني رسنیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د هایکو ماس، له خولې لیکلي چې پر ترکیې باندې د وسلو د خرڅلاو تړون به اوږد نشي.

ښاغلي ماس ویلي: "د سوریې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د بریدونو په غبرگون کې فدرالي دولت به د هغو پوځي تجهیزاتو د انتقال لپاره نوی اجازه لیک صادر نکړي چې کیدای شي د ترکیې له لورې په سوریه وکارول شي."

ترکیې ته د جرمني وسلو صادرات په ٢٠١٨ کال کې شاوخوا ٢٦٨ میلیون ډالره وو.

د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې دغه تجهیزات د جرمني د وسلو د ټولو صادراتو شاوخوا د دریو نه یوه برخه دي.

د سوریې پر شما ختیځ باندې د ترکیې پوځي بردیونه چې څلور ورځې مخکې پیل شوي وو سخت نړیوال غبرگونونه یې زیږولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت هم تیره ورځ وویل چې ددغو بریدونو دوام به د واشنگټن او انقرې پر اړیکو باندې خورا بد اثر وکړي او کیدای شي پر هغه هیواد باندې د امریکا له لورې د بندیزونو لگولو سبب شي.

XS
SM
MD
LG