د لاس رسي وړ اتصالات

د سوري کردانو خوندیتوب ته د پمپیو هیله مندي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د سوري کردانو د برخلیک په اړه یې له خپل ترکي سیال سره خبري کړي دي.

پمپیو نن شنبې (جنوري ۱۲) وویل، دی داسې یوې حل لارې ته هیله من دی چې له مخې یې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم سوري کردان خوندي وي او هم ترکان وکړای شي د ترهګرو پر وړاندې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ابوظبي کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل" باور لرو چې داسې یوې هوکړې ته به ورسیږو چې دواړه موضوعات پکې په پام کې ونیول شي".

پمپیو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې د سوري کردانو د برخلیک په اړه د واشنګټن او انقرې اړیکي جنجالي شوي دي.

سوري کردان په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په کار کې د امریکا کلک متحدین دي.

د ترکیې حکومت سوري کردان ترهګر ګڼي او وايي چې د سوریې په شمال کې به د تروریستانو پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن تیره اوونۍ ویلي وو له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره د کردي جنګیالیو خوندیتوب د جمهور رئیس ټرمپ شرط دی.

بولټن څرګنده کړې وه چې واشنګټن به پر کردانو د ترکیې د بریدونو مخه ونیسي.

خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د بولټن دا څرګندونې غندلې او هغه یې یوه جدي تیروتنه بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل، واشنګټن د ترهګرو پر وړاندې د خپلې خاورې د دفاع په اړه د ترکانو او د ولسمشر اردوغان حق ته درناوی لري.

خو ښاغلي پمپیو زیاته کړه" موږ په دې هم پوهیږو چې هغوی (سوري کردي جنګیالي) چې تل یې زموږ تر څنګ جګړه کړې، ددې ارزښت لري چې خوندي وي".

ښاغلي پمپیو ویلی هغه په دې اړه له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره خبري کړي دي.

XS
SM
MD
LG