د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونه د ترکیې له سرحدي سیمو نه ووتل


د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې ترکي ځواکونه به ډیر ژر د سوریې په شمال کې تعرضي عملیات پیل کړي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیک ځواکونه وایي چې دغه عملیات به د داعش پر ضد جگړې باندې منفي اثر وکړي.

سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس ټرمپ او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د تیلفوني خبرو په حواله ویلي چې امریکایي ځواکونه به د داعش له ماتې وروسته پدغو ساحو کې شتون ونلري.

د سوریې کردي قواو ویلي چې امریکایي ځواکونه د ترکیې د سرحدي سیمو نه وتلي دي.

دغو ځواکونو د ترکیې-امریکا د پریکړې په اساس د امریکا متحده ایالات د خپلو مسؤلیتونو په نه ترسره کولو تورنه کړې ده؛ هغه موافقه چې د ترکیې د اندیښنو د رفع کولو لپاره د ترکیې سرحد ته نژدې د کردي جنگیالیو د دفاعي قابلیتونو کمزوري کول په کې شامل دي.

ترکیه د خلکو د ساتنې کردي قطعات د کردستان د کارگر گوند یوه برخه گڼي چې په ترکیه کې میشت دي او ترکیه هغوی "تروریستان" گڼي او ورسره په جگړه بوخت دي.

خو امریکا وایي چې دغه ډلې سره توپیر لري ځکه د سوریې کردي ځواکونه د داعش پر ضد جنگیږي.

د امریکا د دفاع وزارت د امریکا غږ ته ویلي چې د ترکیې هر پوځي عملیات چې پرته له هم آهنگۍ وشي د ژورې اندیښنې سبب دي او د سوریې په شمال ختیځ د امنیت د تامین لپاره زمونږ گډ علایق او د داعش ماتې له پوښتنې سره مخامخ کوي.

اوسمهال شاوخوا ١٠٠٠ امریکایي سرتیري په سوریه کې میشت دي، خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ددغو ځواکونو د تدریجي وتلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG