د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې یو کس خلک په موټر وهلي، ۵ تنه یې وژلي دي


پولیسو د پیښې په تړاو یو مشکوک شخص نیولی او پوښتنې ترې کیږي.
پولیسو د پیښې په تړاو یو مشکوک شخص نیولی او پوښتنې ترې کیږي.

د جرمني په لویدیځ کې پولیس وایي یو کس په خلکو چې پیاده روان و موټر وروستی، لږ تر لږه ۵ تنه یې وژلي او ۱۵ نور یې ژوبل کړیدي.

پولیسو د جرمني یو تبع چې ۵۱ کاله عمر لري، د پیښې په تړاو نیولی او پوښتنې ترې کیږي.

چارواکي وایي داسې ښکاري چې دې کس خلک په قصدي توګه په موټر وهلی. پیښه پرون د سه شنبې په ورځ، ډسمبر ۱ (لیندۍ ۱۱) د جرمني د ترایر ښار په یو بازار کې شوې.

په وژل شویو کې یو یې ۹ میاشتینی ماشوم و.

څارنوالانو ویلي نیول شوی کس چې شک پرې کیږي دغه کسان یې په موټر وهلي،د اندازې نه زیات شراب څښلي و او موټر یې نشو کټرولولی. چارواکو همدرانګه ویلي چې دا پیښه تروریستي نده.

په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې مشکوک شخص څو شپې په موټر کې تیرې کړې وي او د اوسیدو دقیقه پته هم نلري. پولیسو همدارنګه ویلي چې موټر هم د بل چا په نامه ثبت دی.

روغتیایي چارواکو ویلي وړاندې تر دې چې په مشکوک شخص د جرم کولو تور ولګول شي، باید چې نور معاینات هم وشي تر څو معلومه شي آیا دې شخص ذهني ناروغي درلوده که نه.

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل په پیښې خفګان ښودلی. میرمن مرکل په ټویټر کې لیکلي، " د هغوي سره خواخوږي ښیم چې پدې پیښه کې یې ژوند په ناڅاپي او متشدده توګه واخیستل شو".

په ټول جرمني کې په هغو سیمو کې چې خلک پیاده ګرځي، چارواکو امنیتي تدابیر وروسته تر هغه ډیر کړل چې د لارۍ یو موټروان په ۲۰۱۶ کال خلک په موټر ووهل او ۱۲تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG