د لاس رسي وړ اتصالات

پنځوس افغانان د جرمني نه وایستل شول


جرمني دولس نیم زرو افغانانو ته امر کړی چې د جرمني نه ووځي.
جرمني دولس نیم زرو افغانانو ته امر کړی چې د جرمني نه ووځي.

په جرمني کې د مهاجرینو یوه اداره وایي چې پنځوس افغانان چې د پنا اخیستو عریضې یې رد شویدي، پرون شپه د فرانکفورت د هوایي ډګر نه په الوتکې کې افغانستان ته واستول شول.

په همدې حال کې سل ګونه خلک د هوایي ډګر مخې ته راټول شوي و او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول. مظاهره کوونکو په بیرغونو لیکلي و "افغانستان لا هم خوندي ځای ندی" او د حکومت نه یې غوښتل چې افغان مهاجر دې نه باسي.

په جرمني کې سږ کال ۸ لکه او ۹۰ زرو کسانو د پنا غوښتنې عریضې ورکړیدي چې اکثره یې د سوریې، عراق او افغانستان خلک دي. حکومت ویلي د پنا غوښتنې په عریضو یې کار چټک کړی او یوازې هغه کسان به په جرمني کې د پاتې کیدو لپاره ومنل شي چې په "ریښتیا " یې ژوند په خطر کې وي.

په جرمنې کې د افغانانو پاتې کیدل پدې خاطر آسانه ندي چې د افغانستان ځیني سیمې مصؤنې او ځینې بیا نا امنه دي او بله دا چې جرمني او افغانستان د مهاجرینو په برخې کې واقعي قرارداد هم نلري. جرمني افغانانو ته ویلي دي که چیرته پخپلې خوښې ستانه شي، د حکومت لخوا به ورسره مالي مرستې هم وشي.

د جرمني حکومت دولس نیمه زره افغانانو ته امر کړی چې باید د دې هیواد نه ووځي او لومړۍ جوپه یې پرون وایستل شوه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي چې د همدې پروګرام له مخې تقریباً درې زره افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شویدي.

جرمني او افغانستان څه موده وړاندې د مهاجرینو په هکله یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. دغه تازه افغانان هم د همدغه تفاهم لیک له مخې افغانستان ته استول شویدي.

سره لدې چې یو شمیر ادارو اندیښنه ښودلې چې دغه افغانان چې بیرته افغانستان ته ستنیږي، د خطر سره به مخ شي خو د جرمني حکومت بیا ویلي دي چې یوازې هغه افغانان باسي چې په سیمو کې یې امنیت وي.

په سویډن کې هم پولیس وایي چې د همدې اونۍ په سر کې یې یوولس افغانان بیرته افغانستان ته واستول.

XS
SM
MD
LG