د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې چرس قانوني شول


په جرمني کې چرسو ته د اجازې قانون د یکشنبې په نیمه شپه پلی شو. د پایتخت برلین یو شمېر اوسېدونکي یې په خوښۍ کې سرکونو ته راوتلي و او په ګډه د چرسو په څکولو سره یې ددې ګام نمانځنه وکړه.
په جرمني کې چرسو ته د اجازې قانون د یکشنبې په نیمه شپه پلی شو. د پایتخت برلین یو شمېر اوسېدونکي یې په خوښۍ کې سرکونو ته راوتلي و او په ګډه د چرسو په څکولو سره یې ددې ګام نمانځنه وکړه.

جرمني د دوشنبې په ورځ اپریل ۱ (وري ۱۳) د اپوزیسیون د سیاستوالو او طبي اتحادیو له سختو نیوکو سره سره، د چرسو استعمالول او کرل قانوني وګرځول.

د نوي قانون له مخې، د جرمني له ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لرونکي وګړي اوس کولی شي چې ۲۵ ګرامه وچ چرس واخلي او په کور کې تر دریو پورې د چرس بوټي وکري.

له دې اقدام سره جرمني په اروپايي اتحادیه کې ترټولو ستر هېواد شو چې چرس پکې قانوني شوي دي. مالټا او لوګزامبورګ په ترتیب سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې چرس قانوني کړي و.

هالنډ چې د چرسو په اړه په نرم چلند مشهور و، په وروستیو کلونو کې د بهرنیو سیلانیانو له خو د چرسو د استعمال د مخنیوي د پاره اقدامات کړي دي.

په جرمني کې چرسو ته د اجازې قانون د یکشنبې په نیمه شپه پلی شو. د پایتخت برلین یو شمېر اوسېدونکي یې په خوښۍ کې سرکونو ته راوتلي و او په ګډه د چرسو په څکولو سره یې ددې ګام نمانځنه وکړه.

په جرمني کې د چرسو د کنترول د قانون له مخې، د جولای له لومړۍ نیټې څخه به چرس د تنظیم شویو اتحادیو له خوا پلورل کیږي. د چرسو هره اتحادیه به تر ۵۰۰ غړي ولري او هر غړی کولی شي د میاشتې تر ۵۰ ګرامه چرس وپیري.

د جرمني د چرسو د اتحادیو رئیس جورج ورت فرانس پرس ته وویل، چې تر هغه وخته پورې، "استعمالوونکي مکلف ندي چې د تلاشۍ په صورت کې پولیسو ته ووايي چې چرس یې له کوم ځای څخه ترلاسه کړي دي."

د اروپايي اتحادیې د مخالفت له کبله به چرس په دوکانونو کې نه پلورل کیږي. خو جرمني پلان لري چې په راتلونکي کې په مشخصو سیمو کې یو شمېر دوکانونو ته د چرسو د پلورلو اجازه ورکړي.

د صدراعظم اولاف شولتز ایتلافي حکومت استدلال کوي چې د چرسو قانوني کول به د چرسو د تور بازار په مخنیوي کې مرسته وکړي.

روغتیایي ټولنو ویلي چې چرس ځوانان له خطر سره مخامخ کوي او اندېښنه یې ښودلې چې قانوني کول به یې د ځوانانو په منځ کې د چرسو د استعمال د زیاتوالي لامل شي.

روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې د چرسو استعمال کولی شي په ځوانانو کې د مرکزي عصبي سیستم د ودې مخنیوی وکړي، او د شیزوفرینیا په څېر رواني ناروغۍ رامنځته کړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG