د لاس رسي وړ اتصالات

هبت الله اخندزاده د بنګو کښت منع کړ 


د بنګو بوټي - افغانستان
د بنګو بوټي - افغانستان

د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) وویل چې د دې ډلې مشر په ټول افغانستان کې د بنګو (چرسو) پر کښت بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر یو ټویټ لیکلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یو فرمان کې د «بنګو کښت» منع کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې "په ټول هېواد کې د بنګو کښت په بشپړه توګه منع دی او له دې وروسته هېڅوک نه شي کولی چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري او که چیرې څوک په خپلو ځمکو کې بنګ وکري، کښت به يې له منځه یووړل شي."

د طالبانو مشر په دغه حکم کې د کورنیو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته امر شوی دی چې سرغړونکي محکمې ته وروپیژني، او محکمو ته یې امر کړی چې سرغړونکي د شرعي حکمونو سره سم مجازات کړي، خو د اخندزاده په دې حکم کې هغو کروندګرو ته چې ددې بوټو کښت کوي مشخصه سزا نده ټاکل شوی.

اخندزاده په دغه فرمان کې ویلي، چې د توشیح له نیټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

بنګ د مختلفو نشه یي توکو لکه چرس، مروانه، وید او یو شمیر نورو نشه یي محصولاتو په جوړیدو کې کارول کیږي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې د استرالیا طبي مشورتي شرکت سي فارم (Cpharm) له طالبانو سره د بنګو د پروسس د یوې کارخانې جوړول لاس لیک کړي دي.

خو دغه شرکت په افغانستان کې د بنګو د پروسس د فابریکې د جوړولو په اړه له طالبانو سره هر ډول تړون رد کړی دی.

سي فارم شرکت نوم هغه مهال د خبرونو سرټکی شو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په څو ټویټري پیغامونو کې په همدې نوم له یوه شرکت سره د ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړون د لاسلیک او پانګونې خبر ورکړ چې غواړي په افغانستان کې د بنګو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.

خو سي فارم شرکت چې په استرالیا کې میشت دی، رویټرز ته وویل چې دوی هیڅکله له طالبانو سره خبرې نه دي کړي او د چرسو په سوداګرۍ کې په کومه بهرنۍ معامله کې ښکیل ندي.

د سي فارم شرکت مالي مشر ټوني ګابایټس رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبر له خپرېدو وروسته یې له رسنیو پرله پسې تماسونه ترلاسه کړي دي او د ده په وینا "دا ټول درواغ دي. "

XS
SM
MD
LG