د لاس رسي وړ اتصالات

​د نړۍ د فوټبال اتل جرمني د نړیوال جام له لوبو حذف شو


د ٢٠١۴ کال د نړیوال جام اتل جرمني دوه د صفر په مقابل کې جنوبي کوریا ته لوبه بایدلودله او د نړیوال جام د روانو سیالیو سره یې مخه ښه وکړه.

جرمني چې د ٢٠١۴ کال د نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنتاین ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه، نن د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام په لوبو کې دوه د یو په مقابل کې د اسیایي ټیم جنوبي کوریا نه ماتې وخوړله.

د چهارشنبې په بله لوبه کې چې په عین وخت کې روانه وه د مکسیکو ټیم د سویډن ټیم ته لوبه درې د صفر په مقابل کې بایلودله، پدې توگه د نړیوال جام د لومړي پړاو په اف گروف کې سویډن او مکسیکو د ٦، ٦ امتیازونو په لرلو سره بل پړاو ته مخه کړه چې د ٣٢ گډون کوونکو ټیمونو له ډلې څخه ١٦ ټیمونه به په کې لوبیږي.

د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې په روسیه کې روانې دي چې دغه هیواد پدې جام باندې د ریکارډ په کچه ١٥ میلیارده ډالر لگولي دي.

د روسي مقاماتو په وینا ددغو ١٥ میلیاردو ډالرو له جملې درې میلیارده د ١٢ نویو او پخوانیو ستدیمونو په جوړولو او رغولو او پاتې ٨ میلیارده یې د سړکونو، اورگاډیو په پټلیو او د هوایي ډگرونو په جوړولو لگولي چې ددې جام لوبې پرې په سمه توگه وشي.

که څه هم چې سبا ته هم ددې پړاو څو لوبې پاته دي خو تر کومه چې څرگنده شوې، په الف گروپ کې یوروگوای او روسیه، په ب گروپ کې اسپانیه او پرتگال، په سي گروپ کې فرانسه او ډنمارک، په ډي گروپ کې کرواشیا او ارجنتاین بل پړاو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG