د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د فوټبال په نړیوال جام ١٥ میلیارد ډالر لگولي – څه ترلاسه کوي؟


په روسیه کې د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام د پرانستلو مراسم
په روسیه کې د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام د پرانستلو مراسم

د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د ٢٠١٨ کال د جام لوبې چې په روسیې کې جوړې شوي د ١٥ میلیاردو ډالرو په مصرف کولو سره تر ټولو قیمتي لوبې دي.

روسیې ددغو ١٥ میلیارد ډالرو څخه درې میلیارد ډالر د ١٢ نویو ستدیومونو په جوړولو او د پخوانیو ستدیومونو په رغولو لگولي دي او همداشان لږ تر لږه ٨ میلیارد ډالر یې د نویو سړکونو، ریل گاډي پټلیو په غزولو او هوایي ډگرونو مصرف کړي دي.

پوښتنه دا ده چې دا کار د روسیې مالیه ورکوونکو ته څه ور په برخه کوي؟

د روسیې د فدراسیون د حکومت د څیړنو د یو مرکز اقتصاد پوه پروفیسور لیونید گریگوریف یو غیر عادي قیاس وړاندې کوي.

ښاغلی گریگوریف د امریکا غږ ته وویل "د یوې خوا دا پدې خاطر ضروري دی چې هر سړی خوشحالوي." له بلې خوا هغه وایي باور دی چې ددې لگښت بشپړه اقتصادي گټه "نشي کیدای چې د امریکا په درې میاشتني رپوټ کې تعریف شي، دا یوه اوږده کیسه ده. مونږ هیله من یو چې نه یواځې د یخ پر سر د هاکي ورزش هیواد واوسو بلکه د فوټیبال ټاټوبی هم شو".

برازیل د ٢٠١۴ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب د ١١ میلیارد ډالرو په لگولو وکړ. څلور کاله وروسته له هغه هیواد څخه روسیې ته د فوټبال راغلو مینه والو امریکا غږ ته ویلي "د روسیې او برازیل په پرتله کولو سره دلته زیربناوی زمونږ په پرتله ډیرې ښه دي."

په نړیوال جام باندې د روسیې ١٥ میلیارد ډالر پانگونه پدې خاطر ده چې د نړیوالو په وړاندې د روسیې نړیوال انځور ښه شي، که څه هم چې دا هیواد د اوکراین په کریما باندې د ٢٠١۴ کال د یرغل په خاطر د اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.

د کارپوهانو په اند ددغو لگښتونو لومړنی درد منځني عمر لرونکو ته رسیږي چې تقاعد ته په تمه دي. د نړیوال جام د پرانستلو مراسمو په ورځ د روسیې حکومت اعلان وکړ چې په تدریجي توگه به د تقاعد موده د نارینو لپاره له ٦٠ کلنۍ نه ٦٥ کلنۍ ته او د ښځو لپاره له ٥٥ نه ٦٣ کلنۍ ته لوړه کړي.

روسیه وایي نړیوال جام په حقیقت کې ددې هیواد ځوانانو ته یوه ډالۍ ده: نه هیریدونکي یادښتونه او ځلانده تاسیسات.

دغه جام د جولای په ١٥ پای ته رسیږي، خو د میراث اندازه به یې په راتلونکو کلونو کې څرگنده شي.

XS
SM
MD
LG