د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له اسرائیل څخه د څلور میلیارد یورو په ارزښت د راکټي دفاع سپر پېري


د جرمني حکومت د دغه هېواد له پارلمان څخه غوښتي دي چې له اسرائیل څخه د اررو-۳ دافع هوا د پرمختللي سیستم د پېرودلو لپاره دې د یوه اندازه پېسو ورکول تصویب کړي چې مخکې له مخکې یې اسرائیل ته ورکړي.

فرانس پرس اژانس وايي د دغې معاملې اسناد یې لیدلي او د دغه سیستم ارزښت نژدې څلور میلیارد یورو دی. د اررو-۳ پرمختللی هوايي سیستم په هوا کې د میزایلو د وېشتلو لپاره جوړ شوی دی او د اروپايي ټولنې د هېوادونو لپاره د محافظتي ډال وړتیا لري.

د جرمني د دفاع او مالیې وزارتونو اسناد ښيي چې حکومت د پارلمان د استازو له خونې څخه غوښتي دي چې د ۵۶۰ میلیون یورو بودیجه تصویب کړي چې مخکې له مخکې یې اسرائیل ته وسپاري. ویل کېږي چې دا سیستم ممکن په ۳.۹۹ میلیارد یورو ترلاسه شي، تر دې مخکې د دغه سیستم ارزښت ۲.۹۹ میلیارد اټکل شوی و.

د اسرائیلي اررو-۳ پېسې به د هغو ۱۰۰ میلیاردو یورو څخه ورکول کېږي چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د خپل هېواد د دفاعي ځواک د غښتلتیا لپاره اعلان کړي وو.

که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، دا سیستم به د ۲۰۲۵ کال په وروستي فصل کې جرمني ته وسپارل شي. په اوکراین باندې د روسیې د میزایلو له برید وروسته، جرمني د اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل چې خپله هوايي دفاع قوي او د میزایلو ضد سیستمونه وپیري.

د ناټو د غړو هېوادونو د فضا د ساتلو لپاره اکثریت اروپايي هېوادونه د «اروپا د فضا سپر ابتکار» سره یو ځای شوي دي.

جرمني په دې باور دی چې د اررو-۳ سیستم په دغه برخه کې کلیدي رول لوبولای شي. د بیلد ورځپاڼې د معلوماتو په اساس، دا سیستمونه به په جرمني کې په دریو ځایونو کې ځای په ځای کېږي او نظارتي معلومات به یې مرکز ته انتقالېږي چې پوځیان به یې مشاهده کوي او ۲۴ ساعته به ګواښونو ته متوجه وي.

که په جرمني باندې هوايي بریدونه وشي، نو د اررو-۳ سیستم به میزایل په نښه او په هوا کې له منځه یوسي. د بیلد ورځپاڼې راپور ورکړی چې د رادار دا سیستم دومره قوي دی چې پولنډ، رمانیا او د بالتیک هېوادونه هم تر خپل چتر لاندې نیولای شي.

د ټایمز اف اسرائیل د راپور په اساس، د اسرائیل د دفاع وزارت د میزایلو د دفاع سازمان او د امریکا د میزایلو د دفاع اداره په ګډه دا سیستم تولیدوي.

XS
SM
MD
LG