د لاس رسي وړ اتصالات

سوسیال دموکرات ګوند د جرمني پارلماني انتخابات وګټل


د کیڼ اړخي سوسیال دموکرات ګوند مشر اولاف شولتس او ملګري یې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په وخت
د کیڼ اړخي سوسیال دموکرات ګوند مشر اولاف شولتس او ملګري یې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په وخت

د جرمني ملي پارلماني انتخابات د سوسیال دموکرات مرکزي کیڼ اړخې ګوند په ډیر کوچني توپیر سره وګټل.

د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل مرکزي ښي اړخي مسیحي دیموکراتیک اتحاد ګوند په داسې حال کې په ډیر کم تفاوت سره ټاکنې وبایللې چې آغلې مرکل له ۱۶ کالو صدراعظمۍ وروسته د بیا کاندیدیو څخه ډډه کړې ده.

د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې کیڼ اړخي سویال دموکرات ګوند ۲۵.۷ فیصده او د آغلې مرکل مرکزي ښي اړخي مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند ۲۴.۱ فیصد رای ګټلې دي.

همداشان د ګرین (شین) کیڼ اړخه ګوند چې په چاپیریال ساتنې ټینګار کوي د ۱۴.۸ فیصدو رایو په ګټلو سره په دریم مقام کې راغلی دی، خو بیا هم د مخکني اټکلونو په پرتله پاتې راغلی دی.

د جرمني د راتلونکي حکومت بل ممکن ایتلافي ملګری د ازادو دموکراتانو ګوند (اف ډي پي) ۱۱.۵ فیصده رای ترلاسه کړي دي.

ددغو انتخاباتو نتیجې ښیي چې هیڅ ګوند به ونشي کړای چې په ځانګړې توګه حکومت جوړ کړي، بلکې هڅه به وکړي چې څو ګوندیز ایتلاف رامنځته کړي.

تر دې دمخه د جرمني حکومت د دوو سترو ګوندونو مرکزي ښي اړخې مسیحي دموکرات اتحاد او کیڼ اړخي سویال دموکرات ګوند څځه جوړ شوی و چې مشري یې انګلا مرکل کوله.

د رپوټونو له مخې ددې انتخاباتو د نتیجو په نتیجه کې اوس باید دغه دوه ستر ګوندونه د دریم ایتلافي ملګري په لټه کې شي چې د جرمني د سیاسي چاپیریال له مخې د ایتلاف جوړیدل ښایي زیات وخت ونیسي.

د کیڼ اړخي سوسیال دموکرات ګوند مشر د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس چې ښایي ددې هیواد راتلونکی صدراعظم شي د ښي اړخي مسیحي دموکرات ګوند د مشر ارمین لاشیت سره د ایتلافي جکومت د جوړولو پر سر خبرې پرمخ بیایي.

د جرمني په انتخاباتو کې بل سخت دریځه ښي اړخه ګوند د جرمني لپاره بدیل (ای اف ډي) چې د مهاجرت د سرسختو مخالفینو څخه دی ۱۰.۳ فیصده رای ګټلي دي، خو د سوسیال دموکرات او مسیحي دموکرات سترو ګوندونو چې زیاتې څوګۍ یې ګټلي ویلي چې چې د راتلونکې حکومت د جوړیدو لپاره به ددغه ښي اړخه سخت دریځه ګوند سره معامله ونکړي.

له بلې خوا تر هغه چې راتلونکی ایتلافي حکومت د سختو مشورو او مذاکراتو په نتیجه کې رامنځته کیږي، انګلا مرکل به د صدراعظمې په توګه چارې پر مخ بیایي او که د دسمبر تر ۱۷ پورې نوی حکومت جوړ نشي آغلي مرکل به د پخواني صدراعظم هلموت کول ریکارډ مات کړي چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د جرمني تر ټولو اوږدمهاله صدراعظم و.

انګلا مرکل چې د پنځم ځل لپاره یې د صدراعظمۍ مبارزې نه لاس واخیست د جرمني تر ټولو مشهوره سیاستواله ده.

XS
SM
MD
LG