د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني وايي په برلین کې د 'طالبانو دیپلومات نه پېژني'

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت پرته له دې چې په رسمي او دیپلوماتیک ډول د جرمني حکومت ته خبر ورکړي، خپل یو دیپلومات یې په برلین کې د افغانستان سفارت شارژدافیر ټاکلی دی.

د جرمني د ARD تلویزوني شبکې او دویچه وله د راپورونو په اساس، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو ګمارل شوی دیپلومات نه پېژني او هغه د ديپلوماتیکې پروسې له لارې پېژندل شوی نه دی.

په راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانو دغه «دیپلومات نبراس الحق عزیز نومېږي» او له څو میاشتو راهېسې په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې مخې ته وړي.

تر دې مخکې عبدالباقي پوپل په جرمني کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. په جرمني کې د افغانستان د سفارت په ویبسایټ کې لا هم لیکل شوي چې پوپل د افغانستان شارژدافیر دی.

د طالبانو حکومت د دغو نویو راپورونو او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دریځ په اړه څه نه دي ویلي، خو تېرکال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې د طلوع تلویزیون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچېنو په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو د نبراس‌الحق عزیز او مصطفی هاشمي په نومونو دوه کسان په جرمني کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت لپاره ټاکلي او استولي دي.

ویل کېږي چې عزیز په قطر کې د طالبانو د دفتر او هاشمي د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي دي.

د جرمني د ARD تلویزوني شبکې او دویچه وله په راپورونو کې ویل شوي چې عزیز له جرمني څخه د یو شمېر بې اسناده افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د چارو د تسهیل لپاره معرفي شوی و او برلین یې په اړه خبر و.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ او دا مهال د پاکستان، روسیې، ایران او چین په ګډون په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان قونسلي او سفارتي چارې د هغوی له لوري پېژندل شوي کسان مخې ته وړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG