د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې پروګرام؛ جرمني هره میاشت له خطر سره 'مخامخ ۱۰۰۰ افغانان راوباسي'


د جرمني حکومت له افغانستان څخه له خطر او تهدید سره مخامخ افغانانو د ایستلو په برخه کې د نوي پروګرام پیلېدو خبر ورکړی دی.

د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) ویلي چې د یاد پروګرام له مخې به په شرایطو برابر افغانانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په تیر یوه کال کې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د جرمني حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اعلامیې کې ویلي چې د دغه پروګرام له لارې لومړیتوب هغه کسانو ته ورکول کیږي چې د ښځو او بشري حقوقو د ملاتړ په وجه او یا هم هغه کسان چې په عدلي او قضايي، سیاست، فرهنګي سیاسي، رسنیو او ورزشي برخو کې فعالیت کړی وي او اوس له ګوښ سره مخامخ وي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په دوهمه برخه کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې د جنسیت، جنسیتي تمایلاتو او یا مذهب له مخې له ګواښ سره مخامخ وي.

رویټرزی خبري آژانس د جرمني چارواکو له قوله ویلي چې دغه هیواد به د یاد پروګرام له لارې هره میاشت ۱۰۰۰ افغانان له خپلو کورنیو سره ومني.

یاد خبري آژانس د جرمني د کورنیو چارو د وزیر نانسي فایسر له قوله ویلي: "زموږ د قبولۍ د تعریف شویو معیارونو له مخې، موږ کولای شو په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ او زیانمن شویو افغانانو ساتنه وکړو."

د جرمني حکومت ویلي چې دوی به د مستحقو کسانو پيژندلو لپاره د مدني ټولنو سره ګډ کار وکړي.

د یاد هیواد چارواکو ویلي چې جرمني له افغانستان څخه د ګواښ سره مخامخ ۳۸۰۰۰ افغانانو ایستلو ته ژمن دي. رویټرز خبري آژانس د یاد هیواد د چارواکو له قوله ویلي چې جرمني په تیر یوه کال کې له ګواښ سره مخامخ ۲۶۰۰۰ افغانان خپل هیواد ته انتقال کړي دي.

د جرمني حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ویلي چې له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو ایستلو نوی پروګرام به د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر میاشتې پورې دوام وکړي.

د اګست په پنځلسمې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو د دغې میاشتې تر ډیرشمې پورې له ۱۲۲ زرو څخه زیات افغانان او بهرني اتباع له کابل څخه بهر ولېږدول شول. د دغو کسانو زیات شمیر افغانان و چې په لومړۍ مرحله کې په منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال شول.

XS
SM
MD
LG