د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني اوکراین سره د ۲.۷ میلیارډه یورو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه


د جرمني د دفاع وزارت نن شنبې د مې ۱۳ (غوايي ۲۳) له اوکراین سره د ۲.۷ میلیارد یورو په ارزښت د وسلو مرسته اعلان کړه کوم چې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د پوځي مرستو لویه بسته ګڼل کیږي.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ددغه پوځي مرستې په اړه وویل: "موږ ټول د روسیې له خوا د اوکراین پر وړاندې ددغه وحشتناکه جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو په تمه یوو، خو له بده مرغه داسې څه نه لیدل کیږي. "

هغه زیاته کړه: "له همدې امله جرمني به تر هغه مهاله چې اړتیا وي، په خپل بشپړ توان سره د اوکراین سره مرسته وکړي. "

د نوموړي په وینا، د وسلو په دغه بستې کې چې نږدې درې ميلیارډه امریکايي ډالره ارزښت لري،‌ د لئوپارد ۱ اضافي دیرش زغره وال ټانکونه،‌ د ماردِر زغره وال ګاډي، د دافع هوا سیسټم او څارګری بې پیلوټه الوتکې شامل دي.‌

په جرمني کې د خپریدونکې دیر شپیګل مجلې په وینا،‌ پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې دا له اوکراین سره د جرمني‌ تر ټولو لویه پوځي‌ مرسته ګڼل کیږي.

برلین پداسې حال کې له اوکراین سره ددغه پوځي بستې خبر ورکوي‌ چې پتیل شوې ده د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، نن شنبې د ايټالیې پلازمینې روم ته سفر وکړي،‌ هلته له سیاسي مشرانو سره تر لیدو کتو وروسته بیا برلین ته ولاړ شي. خو جرمني چارواکو برلین ته د ولسمشر زیلینسکي د احتمالي سفر د خبرې پخلۍ لا نه دی کړي.‌

له اوکراین سره د جرمني‌ دغه نوی پوځي مرسته په داسې حال کې اعلامیږي،‌ چې دغه هېواد تیر کال هم له اوکراین سره د ۲ میلیارډه یورو په ارزښت پوځی مرسته کړې وه او د سږ کال په پیل کې یې ویلي و چې په پام کې لري د ۲.۲ میلیارډه یورو په ارزښت نوره پوځي مرسته هم وکړي‌،‌ خو دا دی اوس یې ددغې مرستې کچه ۲.۷ میلیارډه یورو اعلان کړه.

اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل د شنبې په ورځ له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د بریدونو په ځواب کې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي او په ورته وخت کې دي د پوځي مرستو بهیر ګرندی کړي.‌

هغه په ستاکهولم کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا سره تر کتنې وروسته وویل، چې روسیه له لرې واټنه د توغندیو بریدونه کوي، نو اوکراینیان باید د ورته د مقابل ځواب لپاره د اوږد واټن توان ولري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر زیاته کړه: "موږ باید د جرمني په څیر چې د اوکراین سره یې د ۲.۷میلیارډه یورو په ارزښت د وسلو یوه نوې بسته اعلان کړه، له دغه هېواد ( اوکراین) سره د پوځي مرستو په برخه کې بیړه وکړو. "

نوموړی په ورته وخت کې له اوکراین سره د جرمني د تازه پوځي مرستو هرکلی وکړ او د اروپايي‌ ټولنې له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې دغه بیلګه تعقیب کړي.

په ورته وخت کې د برتانیې د دفاع وزیر بین والیس ویلي چې اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکوي چې د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل مقابله پرې وکړي.

ښاغلي والیس پنجشنبه مې ۱۱ (غوایي۲۱) د پارلمان غړیو ته په وینا کې وویل چې د "سټارم شیډو" په نامه دا توغندي چې ۲۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي د لومړي ځل لپاره کیف ته ورکول کیږي چې د پخوا راهیسي یې د تر لاسه کولو غوښتنه درلوده.

د برتانیې دې جګپوړي نظامي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي پخپلو خبرو کې وویل چې دا توغندي د "استول کیدو په حال کې دي او یا هغه هیواد ته رسیدلي دي".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له لویدیځو متحدینو غوښتي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو پر ضد د پراخو احتمالي ځوابي عملیاتو له پیله مخکې نورې پرمختللې وسلې ورکړي.

XS
SM
MD
LG