د لاس رسي وړ اتصالات

غني په روسیه کې د صدراعظم شریف سره خبرې کوي


د شانګهای د همکاریو سارمان هند او پاکستان ته دایمي غړیتوب هم ورکوي.
د شانګهای د همکاریو سارمان هند او پاکستان ته دایمي غړیتوب هم ورکوي.

د چهارشنبې د ورځې راهیسې د روسیې په اوفا ښار کې امنیتي وضعیت ددی دپاره ټینګ ساتل شوی چې د بریکس په نوم د مخ پر ودې هیوادونو او د شانګهای د همکاریو سازمان غوڼډې په کې همزمانه پیلیږي.

د دواړو غونډو دپاره ګډونوال مشران یو د بل پسې پرون او نن روسیې ته رسیدلي دي.

د خپل چینایي سیال سره د لیدنې په وخت کې د روسیې جمهور رېیس ولادیمیر پوتین پرون وویل، روسیه او چین به د نړیوال اقتصاد او نړیوالو سیاستونو په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې " موږ د اقتصاد او نړیوالو سیاستونو په اړوند خپلې ستونزې درک کوو. خو د ګډو هڅو له لارې، بی له شکه په ټولو هغو ستونزو به لاس بري شوو چې موږ ورسره مخامخ یوو. موږ به یی حل کړو."

همداشان د برازیل ولسمشرې دیلما روسیف ته پرون د هرکلي په وخت کې، جمهور رېیس پوتین په پانګونې او د اقتصادي اړیکو په ټینګیدو تاکید وکړ او وایي "... موږ باید د پانګونې په برخه کې ډیره همکاري وکړو. موږ باید د اقتصادي همکاریو اړیکو په صورت کې د ګډې پيسې په احتمالي استعمال کار وکړو، او د پرمختللې ټیکنالوژۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړو."

د برازیل ولسمشرې هم د بریکس یا د پنځه مخ پر ودې صنعتي هیوادونو د همکارۍ غونډه مهمه وبلله او وی ویل چې فکر کوي د بریکس هیوادونو اوومه غونډه پدې مهمه ده چې د پرمختیا د یو نوي پراختیایي بانک او د یو حمایوي صندوق د جوړولو په اړه ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د بریکس یا د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا د هیوادونو او د شانګاهای د همکاریو سازمان په غوڼډو کې د ګډون دپاره د چهارشنبې په ورځ روسیې ته ورسیدو.

د همدې غوڼدې دپاره د ایران جمهور رېیس حسن روحاني هم د چهارشنبی په ورځ اوفای ښار ته ورسیدو او د پنجشنبې په ورځ به د برکس هیوادونو د غونډې په ترڅ کې د خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره وګوري.

د بریکس په غوڼډه کې داسی توقع کیږي چې د امکان په صورت کې د مالي احتیاطي بودیجې صندوق د خپلو پیسو مقدار سل ملیارده امریکایي ډالرو ته پورته کړي او ترڅنګ یی د همدې بریکس هیوادونو پرمختیایي بانک پرانیسته وکړي چې د نړې د پنځمې برخې اقتصاد لرونکي هیوادونه دي او د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس هم تشکیلوي.

دا غونډې او د پرمختیایي پروګرام نوی بانک چې ابتدایي پانګه پکې ۵۰ ملیارده ده، د بحث محوري موضوع ده ترڅو د لویدیځ په کنترول کې مالي سیستم بڼه بدله کړي.

پدې اړه او د سیمه ایزه امنیتي مسایلو اړوند غوڼډې چې د جمعې په ورځ پيلیږي، روسیې ته دا فرصت برابروي چې وښېی نړۍ نه منزوي شوې نده.

د بریکس غوڼډه د شانګهای د همکاریو د سازمان چې یو امنیتي بلاک دی او چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان یی غړیتوب لري او په پام کې لري چې داځل هند او پاکستان ته هم غړیتوب ورکړي، همزمانه پیلیږي.

XS
SM
MD
LG