د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لیري کړ ـ د چارو اداره


تر دا مهاله د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دا مهاله د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د چارو اداره وايي چې ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې څخه لیري کړ او پر ځای یې محمد خالد پاینده د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

یادې ادارې ویلي چې ولسمشر غني نن شنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې څلورمه) په دې اړه دوه جلا جلا حکمونه ورکړل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام د هیواد اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې په اساس د عبدالهادي ارغندیوال عزل کول او پر ځای یې محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه منظور دی."

د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې له دندې څخه د عبدالهادي ارغندیوال د لیري کېدو لامل د عوایدو جمع کولو کې ځنډ، له ګډ پلاوي سره په مالیې وزارت کې د مقرریو د څېړنو په اړه نه همکاري او د دغو څېړنو مخنیوي کول،د مدیریت کمزورتیا، د ښې حکومتوالۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د جمهوري ریاست عالي مقام د ۷۷مادې نه عملي کول او جمهوري یاست له هدایاتو او احکامو څخه سرغړونه بللې ده.

تر دا مهاله د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالهادي ارغندیوال څو میاشتې مخکې د ولسمشر غني لخوا د مالیې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شو او څه باندې یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې لخوا ورته د باور رایه ورکړل شوه.

د مالیې پخوانی وزیر پر داسې مهال له دندې څخه لیري کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ولسي جرګې او ارګ ترمنځ د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې پر سر هم ناندرۍ رامنځته شوي دي.

مالیې وزارت په شاوخوا یوه میاشت کې دوه ځله د نوي مالي کال بودیجې طرحه ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل، خو ولسي جرګې دځینو لاملونو لمخې دوه ځلې رد کړه.

بلخوا نن شنبه د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي هم رسنیو ته لېږلې یاداښت کې ویلي چې له دندې څخه یې استعفا ورکړې ده، خو نوموړي د خپلې استعفا لامل نه دی په ډاګه کړی.

دا په تیرو دوو میاشتو کې د افغان کابینې دوهم وزیر دی چې د ولسمشر غني لخوا له دندې څخه لیري کیږي.

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني د ولسمشر غني لخوا له دندې څخه لیري شو.

XS
SM
MD
LG