د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: افغانستان په انزوا کې اوسیدل نه غواړي


د ریکا شپږم کنفرانس د جوړیدو په وخت د دغه کنفرانس د ځای شاوخوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو
د ریکا شپږم کنفرانس د جوړیدو په وخت د دغه کنفرانس د ځای شاوخوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو

د افغانستان لپاره د سیمه‌ييزو اقتصادي همکاریو کنفرانس په دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غنې د کنفراسن ګډونوالو ته په افغانستان کې د موجودو مالي سرچینو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او طبیعي زیرمې یې د ګټې ښه فُرصتونه وبلل.

ولسمشر غني د افغانستان کانونه، اوبه، هوا او استراتیژیک موقعیت د ګټورو مالي سرچینو په توګه یادې کړې او ويې ویل چې یوازې د افغانستان د کانونو ارزښت له یو څخه نیولې تر درې تریلیون ډالر رسیږي.

ښاغلي غني د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب وویل "اړتیا نشته چې موږ سیمه‌ییز اتصال ته په تمه کښینو چې بالآخره کار پیل کړو، موږ اوس هم کولی شو چې په دې عمده مالي سرچینو کار پیل کړو."

ولسمشر غني وویل، افغانستان ۱۴ کاله پخوانی هیواد نه دی او پر وینا یې، دغه هیواد په تیرو ۱۴ کلونو کې زیات پرمختګونه کړي، چې د پاګونې لپاره ورکې زیات فُرصوتونه برابر شوي دي.

ولسمشر غني په شپږم ریکا کې له ګډون کوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان له لارې د برېښنا او غازو په لیږدولو، د اوسپنې پټلۍ په جوړولو چې افغانستان د سیمې له هیوادنو سره نښلوي او له تروریزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې د ریکا شپږم کنفرانس د پایلو پر عملي کیدو به افغانستان پر یو سوداګریزې څلورلارې بدل شي.

محمد اشرف غني په افغانستان کې له سیمه‌ییزو پانګوالو څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې خصوصي او دولتي سکټور باید په ګډه کار وکړي.

د اوسپنې پټلیو دوه لیکې چې یوه یې ایران، افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او چین سره نښلوي او بله یې چې له تاجکستان څخه پیل او د افغانتسان له لارې ترکمنستان ته غځول کیږي او په همدې توګه د ټاپي د غازو نل لیکه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لیږدول کیږي، او دغه راز له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا لیږدول هغه لویې او له لګښتونو ډکې پروژې دي چې د عملي کولو لپاره یې په دغه کنفرانس کې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د ایران د کورنیو چارو وزیر، د ترکمنستان د مالیې وزیر، د تاجکستان د بهرنیو چارو زویر، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاءکار او د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په خپلو ویناوو کې ژمنه وکړه چې هیوادونه یې چمتو دي څو له افغانستان سره د دغو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

د ریکا شپږم کنفرانس د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پرون د پنجنشبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب په کابل کې پيل شو.

د افغانستان لپاره د سیمهييزو اقتصادي همکاریو یا د ریکا شپږم کنفرانس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له پیل راهیسې لومړنی لوی اقتصادي کنفرانس دی چې افغانستان یې کوربتوب کوي.

ریکا کنفرانس چې له هرو دوو کلونو وروسته جوړیږي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په کوربتوب په کابل او بیا هر دوه کال وروسته په ډهلي، اسلام اباد، د ترکیې په اسټانبول او دوشنبې کې جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG