د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان او ملاتړي مې پرې نښودل بیا د افغاستان د جمهور رئیس سپکاوی وکړي


مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان څخه د نږدې یو کال وتلو وروسته په خپلې پریکړې چې هیواد یې پریښود ولاړ دی او وایي دا کار یې ځکه وکړ چې طالبان ونشي کړی یو ځل بیا د افغانستان د یو جمهور رئیس سپکاوی وکړي.

ښاغلي غني، میرمن یې او ګڼ شمیر نورو جګپوړو دولتي چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مې په الوتکو کې هیواد پریښود او لږه شیبه وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.

مخکني جمهور رئیس اشرف غني د امریکا د سي ان ان تلویزیون سره په تازه مرکې کې چې یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) خپره شوه، وویل چې د ارګ په شاوخوا کې چاپیریال ورته خوندي نه و.

ښاغلي غني همدرانګه په مرکې کې وویل چې د ارګ یو آشپز ته ۱۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شوي چې په "بدل کې یې ما مسموم کړي".

اشرف غني په مرکې کې دا ونه ویل چې دا پیسې چا او څه وخت آشپز ته ورکړې وې خو د جمهوریت تر ړنګیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی غني دا څرګندونې کوي.

مخکني جمهور رئیس پدې مرکې کې دا هم وویل چې هیڅ وخت پخپل مرګ ندی ډاریدلی خو د افغانستان څخه یې د خپل تګ په هکله داسې وویل، "طالبانو او ملاتړو ته مې یو ځل بیا فرصت ورنکړل چې د افغانستان د یو جمهور رئیس سپکاوی وکړي".

هغه پدې مرکې کې یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړلې چې ګواکې د افغانستان څخه وتلو پر مهال یې د ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالر وړي دي.

تر غني وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش یا سیګار هم په تازه راپور کې وویل چې د ښاغلي غني او ملګرو لخوا یې د دومره ډیرو پیسو لیږدول احتمال نلري.

سیګار په خپل لومړني راپور کې چې د کانګرس جګپوړو دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ته یې استولی، ویلي چې په هغو هیلوکوپترو کې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، میرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره و، د ۵۰۰ سوه زره امریکایي ډالرو څخه ډیر ندي لیږدول شوي.

په ښاغلي غني او جګپوړو سلاکارانو یې دا تور لومړی په کابل کې د روسیې سفارت ولګاوه. سفارت د (RIA) خبري اژانس ته ویلي و چې مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد څخه د وتلو پر مهال د ځان سره څلور موټر او یوه هیلوکوپتر د نغدو پیس څخه ډکه کړې وه او د دې امریکایي ډالرو اندازه یې په اټکلي توګه ۱۶۹ ملیونه ښودلې وه.

خو د سیګار په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پر مهال د مختلفو دولتي ادارو څخه لسګونه میلیون ډالر ورک شوي او تر اوسه یې هیڅ درک ندی معلوم.

ښاغلي غني پدې مرکې کې په دوحې کې د امریکا او طالبانو سره د سولې تړون ناوړه وبوله او زیاته یې کړه چې د خبرو اترو د ټولو اصولو څخه پکې سرغړاونې شوې.

هغه وویل، "باید پدې موافقې کې شرطونه وی. نه یوازې دا چې په موافقې ټاکل شوي شرایط عملي نشول بلکې مونږ د خپل شریک (متحده ایالاتو) پر ځای ددې موافقې پلي کوونکو شو. د مرستو په بندولو او هر څومره فشار چې تصور یې کیږي، مونږ یې پرې وګواښلو چې ۵۰۰۰ بې عاطفه لرونکي جنایتکاران خوشې کړو."

ښاغلي غني غني د افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره په تازه مرکه کې وویل د جمهوریت په سقوط کې ډیرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي دي چې خلیلزاد له خپلو "طرحو او ژمنو سره د افغانستان سیاسي قشر ویشلی وو." نوموړي دغه امریکایي چارواکی یو "بې کفایت، مفسد او منفور" شخص وباله.

ښاغلي عبدالله او ښاغلي خلیلزاد تر اوسه د مخکني جمهور رئیس پدې څرګندونو تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG