د لاس رسي وړ اتصالات

غني امرالله صالح راتلونکو ټاکنو کې خپل لومړی مرستیال ټاکلی ـ سرچینه


ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل لومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ولسمشر غني ته یوې نژدې سر چینې د جمعې په ورځ د «مرغومې پر۲۸مه» چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي امریکا غږ ته وویل چې صالح د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

ارګ تر دې مخکې د جمهوري‌ ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني د دوهم مرستیال په توګه د سرور دانش ټاکل کېدل تائید کړي وو، خو تر دامهاله یې په رسمي ډول د لومړي مرستیاله په توګه د امرالله صالح د ټاکلو په اړه څه نه دي ویلي.

امرالله صالح په روانه مرغومې میاشت کې د ولسمشر غني لخوا د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

امرالله صالح تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د شااوخوا یوولسو کلونو لپاره د ملي امنیت عمومي رئیس و.

ښاغلی صالح په ۱۳۹۶ کال کې د ملي‌ یووالي په حکومت کې په لوړپوړو پوځي ګمارونو کې د دولت وزیر وټاکل شو چې تر څه مودې وروسته یې استعفا وکړه.

په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې د بهیر پای ته رسېدو ته یوازې دوې ورځې پاتې دي ویل کېږي چې ښاغلی غني به د جمهوري ریاست د کاندید په توګه د راتلونکې یکشنبې په ورځ نوم لیکنه وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله، حکیم تورسن، عبدالطیف پدرام، سید نورالله جلیلي، زلمي رسول، شهاب حکیمي، فرامرزتمنا، محمد حنیف اتمر، عنایت الله حفظ او نور الحق علومي ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د راتلونکې ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۹مه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG