د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عمران خان د ښو اړیکو او همکاریو ژمنې وکړې


ولسمشر غني او عمران خان په تیلیفون کې خبرې وکړې
ولسمشر غني او عمران خان په تیلیفون کې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نوی صدر اعظم، عمران خان ته بلنه ورکره چې کابل ته ورشي.

ښاغلي غني‌ د پاکستان نوي‌ احتمالي‌ صدراعظم عمران خان ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي‌ ورکړه.

د ارګ اعلامیه وايي‌ چې ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۹) د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو د ګټلو مبارکي وویله. دواړو مشرانو په تیلیفون کې خبرې کړي‌ دي.

ښاغلي غني عمران خان ته ویلي‌ دي چې له پاکستان سره به د ښو اړیکو د پاللو هڅه وکړي. ولسمشر غني ویلي "زموږ تمرکز په تېر نه دی، په روښانه راتلونکی راټول دی، د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو. "

د ارګ د اعلامیې له مخې عمران خان هم ژمنه کړې چې د کابل-اسلام اباد د اړیکو په بیا رغولو کې به هلې ځلې کوي. هغه ویلي دي "د دواړو هېوادونو لپاره به په لوړه کچه کار کوو، تر څو په ټولو برخو کې مو اړیکې بنیادي او پخې شي. "

ارګ د دواړو مشرانو د خبرو په اړه ټویټ خپور کړی دی.

ولسمشر غني غني عمران خان ته بلنه ورکړې ده چې کابل ته ورشي او هغه هم دا بلنه منلې ده. خو دقیقه نیټه یې لا ښودل شوې نه ده. عمران خان د ټاکنو له ګټلو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو او سرحدي موانع د ختمولو خبرې وکړې.

هغه دا هم وویل چې جنګونو په نړۍ کې تر بل هر چا زیات افغانان ځپلي دي او هغه به د افغانستان په اړه له امریکا سره هم مرسته او همکاري ‌وکړي.

افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې طالبانو او نورو اورپکو ته ځای ورکړی او په افغانستان کې د روان جنګ ننګه کوي، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړې دي.

د یادولو ده چې عمران خان په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان ازادي غوښتونکي یاد کړي وو.

XS
SM
MD
LG