د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د پاکستان ثبات د افغانستان له سولې سره تړلی دی


عمران خان وايي له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي
عمران خان وايي له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي

د پاکستان په ټاکنو کې د اکثریت رایو له ګټلو وروسته عمران خان وویل چې له افغانستان سره مینه لري او هڅه به وکړي چې سرحدي محددویتونه لېرې کړي.

هغه وویل چې غواړي د افغانستان او پاکستان خلک د اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.

ده وویل چې جګړې تر نورو ډېر افغانان کړولي او ځورولي دي. هغه وايي چې پاکستان افغانستان کې امن غواړي او " د پاکستان ثبات د افغانستان د سولې سره تړلی دی". نوموړي له ټاکنو وروسته د خپل بریالیتوب پيغام خپور کړی.

سره له دې چې عمران خان په تېر وخت کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر جنګ او عملیاتو کلک انتقادونه کړي دي خو، د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۵) وویل چې د افغانستان په امن کې به د امریکا سره هم همکاري وکړي، داسې همکاري چې "دواړو خوا ته پکې توازن موجود وي."

عمران خان مخکي د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکه د بریدونو کلک مخالفت هم کړی و او همدغه راز په افغانستان کې جنګېدونکي وسله وال طالبان ازادۍ غوښتونکي بللي وو.

هغه همدغه راز د ننګرهار په شینوارو کې د داعش پر ضد د "بمونو مور" کارول هم غندلي وو. عمران خان د پاکستان لپاره د ولسمشر ټرمپ پر تګلارې هم کلکې نیوکې کړي دي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او عمران خان په خپل ټویټر کې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې مشر اصغر ستانکزي ته له دې کبله مبارکي هم ورکړې وه.

لا وختي ده چې د افغانستان په اړه د عمران خان د تګلارې په اړه ډېر څه وویل شي، خو په ملي اسمبلۍ کې د اکثریت څوکیو له ګټلو وروسته د هغه له لومړنیو خبرو داسې ښکاري چې غواړي ښايي له کابل سره روابط عادي او ښه کړي.

د پاکستان جنجالي ټاکنې

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې ټولټال ۳۴۲ څوکۍ دي چې د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې ۲۷۲ ته یې د انتخاباتو له لارې کسان ټاکل کیږي او ۶ نور یې ښځو ته او ۱۰ یې مذهبي اقلیتونو ته ځانګړي شوي دي.

سیاسي ګوندونه چې په ټاکنو کې سیالۍ کوي باید لږ تر لږه ۱۳۷ څوګۍ وګټي چې حکومت جوړ کړي. اوس داسې ښکاري چې د تحریک انصاف ګوند له دغې شمېر دومره لېرې نه دی.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ۱۱۹ ګټلې دي. خو مخکې تر دې چې ټولې رایې وشمېرل شې او نتایج اعلان شي، د مسلم لیګ نواز او ځینو نورو سیاسي ګوندونو له نتایجو سره پرېکون وکړ او وویل چې په ټاکنو کې پراخې درغلې شوي دي.

د عمران خان سیاسي مخالفانه هغه تورنوي چې له پوځ او استخباراتو سره نژدې اړیکي پالي او هغوی ورته په ټاکنو کې د بري زمینې برابرې کړې.

XS
SM
MD
LG