د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د وینې تویدو د مخنیوي لپاره له وطن څخه ووتم 


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې له افغانستان څخه وتلی دی.

ښاغلي غني په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې یوازې دوه انتخابه یې لرل چې یا به د طالبانو په وړاندې درېږي چې په خبره یې په دې صورت کې به ډېر خلک وژل شوی او کابل به لا وران او ویجاړ شوی وای.

هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي‌دي: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم. »

ښاغلي غني نه دي‌ لیکلي چې چېرې تللی دی او نه یې هم ویلي دي چې استعفا یې کړې ده که نه.

هغه همدغه راز هغه لیکلي دي‌ چې طالبانو د جګړې میدان وګټه خو مشروعیت نلري: «د توری او ټوپک قضاوت طالبانو گټلی او اوس د وطنوالو‌ د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسئول دي. مگر د زړونو مشروعیت دوي ندی گټلی. هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي. دوي اوس یوه نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته دا سپارښتنه هم کړې ده چې باید د افغانستان لپاره واضحې طرحې ولري.

هغه لیکلي: «ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بی باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د گټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحی طرحی جوړی او ولس سره شریکې کړي. زه به همیش د خپل ولس خدمت ته د فکري له لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لیاری دوام ورکړم. ډیری نوری خبری د راتلونکي لپاره! ژوندی دې وي افغانستان.»

XS
SM
MD
LG