د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیستل شو


جیک سالیوان ویلي و چې د امریکا نوی حکومت به له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون و ارزوي.
جیک سالیوان ویلي و چې د امریکا نوی حکومت به له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون و ارزوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیستل شوی دی.

هغه نن دوشنبه جنورۍ ۲۵(سلواغې شپږمه) په ارګ کې د کابینې په غونډه کې وویل چې دغه نوی فصل به دوام پيدا کړي.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د یوې طرحې په اساس خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې په اړه روښانه نړیوال ملاتړ لري او په وینا یې نړیواله ټولنه ورسره همغږې ده.

ولسمشر غني وویل: "د نوې ادارې په دوهمه ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار لومړنۍ ټلیفوني خبرې زموږ د امنیت شورا له سلاکار سره وې، دا د یوې طرحې په اساس وې چې موږ تر سره کړې وه، یو نوی فصل چې زموږ په مناسباتو کې زموږ له عمده شریک د امریکا متحده ایالاتو سره پرانیستل شو دوام کوي."

هغه وویل چې لومړۍ نقطه داده چې د امریکا متحده ایالات افغان حکومت او وسله وال ځواکونه خپل اساسي شریک بولي او د افغانستان او امریکا د اړیکو عالي مناسبات به دولت په دولت وي.

ولسمشر وویل درېیم دا چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون به د امریکا د نوي حکومت لخوا څېړل کیږي چې وروسته به له افغان حکومت سره تر مشورې وروسته د سولې یوې اساسي حل نقشې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالتو او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي قرارداد پر خپل ځای دی او په خبره یې عملي کیږي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت لوړه وکړه، تر هغه وروسته د یاد هیواد د امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان له خپل افغان سیال سره د ټلیفون پر لیکه د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

جیک سالیوان ویلي و چې د امریکا نوی حکومت به له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون و ارزوي.

XS
SM
MD
LG