د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوی حکومت له طالبانو سره د سولې تړون ارزوي ـ امنیت شورا


دواړو لورو افغانستان کې د سولې پر ټینګېدو ټينګار کړی دی.
دواړو لورو افغانستان کې د سولې پر ټینګېدو ټينګار کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له سلاکار جیک سالیوان سره پرون جمعه جنورۍ ۲۲ ( سلواغې دریمه) ټلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن شنبه جنورۍ ۲۳ ( سلواغې څلورمه) ویلي چې حمدالله محب له خپل امریکايي سیال سره د افغانستان او امریکا پر ګډ مشارکت، د افغان سولې بهیر او تیرو پرمختګونو د خوندیتوب په اړه خبرې کړي دي.

د اعلامیې له مخې حمدالله محب ویلي چې افغانستان له امریکا متحده ایالاتو سره بنیادي ملګرتیا او مشارکت ته ژمن دی او په وینا یې دواړه هیوادونه به د امنیت ټينګېدو، سولې، تروریزم سره مبارزې او سیمه ییز تعامل په برخه کې ګډ کار وکړي.

هغه زیاته کړې: "موږ توافق وکړ چې د یوه دایمي اوربند او عادلانه او دایمي سولي لپاره به کار کوو، څو یو ډیموکراټیک افغانستان د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د اصلاحاتو لړۍ جاري وساتي."

د امریکا او طالبانو د سولې تړون ته بیا کتنه

د ملي امنیت شورا اعلامیې کې زیاته شوې چې د امریکا متحده ایالاتو د امنیت شورا سلاکار په دغه ټلیفوني خبرو کې ویلي چې متحده ایالات به له طالبانو سره د سولې هوکړه ورازوي.

امنیت شورا په خپره کړې اعلامیه کې د سالیوان له قوله ویلي: " په‌ نږدې ورځو او اوونیو کې به له افغان حکومت سره خپلو نږدې سلا مشورو ته دوام ورکړي. دغه راز به امريکا به له طالبانو سره د ۲۰۲۰ په فبروري کې دسولې شوې هوکړه، له نورو ټروريسټي ډلو سره د طالبانو د اړيکو د لرلو، په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت او له افغان دولت سره د معنی دارې سولې مذاکراتو په رڼا کې و ارزوي."

د معلوماتو په اساس حمدالله محب هم ویلي چې افغانستان د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د شوې هوکړې د ارزونې ملاتړی دی.

د ملي امنیت شورا وايي چې دواړو لوریو پر تل‌پاتې اوربند، عادلانه او دوامداره سوله، ډیموکراټیک افغانستان، د تېرو دوو لسیزو د لاس ته راوړنو پر ساتنه، د ټولو افغانانو د حقونو پر خونديتوب او د اصلاحاتو پر دوام هوکړه وکړه.

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې جیګ سالیوان له خپل افغان سیال سره تلیفوني خبرو کې د افغانستان او امریکا ترمنځه په همکارۍ سره د افغانانو لپاره د سولې پر ټینګېدو ټينګا وکړ.

سالیوان ویلي چې د امریکا متحده ایالات به پخپل قوي سیمه ییز ملاتړ سره د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي ترڅو دواړي لوري یوې تلپاتي سیاسي حل لارې او تلپاتې اوربند ټینګېدو ته ورسیږي.

په امریکا محتده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت تر لوړي درې ورځې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغه هیواد یو لوړ پوړی چارواکی د افغان سولې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG