د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغانستان شتون مهم دی


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویس په اقتصادي نړیواله کې
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویس په اقتصادي نړیواله کې

د افغانستان جمهور رئیس د نړۍ په اقتصادي غونډه کې چې د سویس په داوس کې جوړه شوې وویل چې د طالبانو او افغانستان ترمنځ په هره ممکنه متارکه کې باید د هیواد اساسي قانون او قانوني چوکاټ ته درناوی وشي.

محمد اشرف غني وایي چې یواځې د افغانانو په مشرۍ خبرو کې کیدای شي چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو په هکله پریکړه وشي.

د ارگ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي غني له خولې ویل شوي چې "د ښاغلي خلیلزاد د دفتر دنده ده چې افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو او مذاکراتو ته کښینوي. پدې سره به بیا پراخ موضوعات لکه د امریکا شتون او د نورو نړیوالو موضوعگانو په اړه خبرې وشي".

غني پر طالبانو کلک انتقاد کړی او زیاته کړې یې ده هر هغه توافق چې په دوحه کې کیږي باید د افغانستان د اساسي قانون مطابق وي او د امریکا او ناټو په گډون د افغانستان نړیوالې او همداشان دوه اړخیز موافقې باید په پام کې ونیول شي.

ښاغلي غني وویل چې د طالبانو ډله د "د سترو جنایتکارو او مافیایي سازمانونو" او پاکستان سره اړیکې لري. د پاکستان حکومت سمدستي د ښاغلي غني د څرگندونو په اړه څه ندي ویلي.

د ښاغلي غني له څرگندونو نه څو ساعته مخکې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا سره د طالبانو د موافقې په هکله خبر ورکړی و چې وایي د القاعده شبکې او داعش ډلې ته به اجازه ورنکړي ترڅو د افغانستان د خاورې نه په بهر کې د بریدونو لپاره گټه واخلي.

د افغانستان جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د مذاکراتو په هکله وویل په هغه مذاکراتو کې چې د سیمې هیوادونه شتون ونه لري نتیجه به ورنکړي.

ښاغلي غني وویل چې د افغانستان قضیه ملي، گاونډي، سیمه ییز، اسلامي او نړیوال ابعاد لري چې د هغه په وینا که د افغانستان د قضیې دغه ټول ابعاد په پام کې ونه نیول شي یواځې د مسلې د یو اړخ حل کول به بسیا ونکړي.

جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاطر دې هیواد ته ندي راغلي بلکه امریکایي سرتیري د امریکا د امنیت په خاطر په افغانستان کې جگړه کوي.

ښاغلي غني د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په تړاو وویل امریکا د یو خپلواک هیواد په توگه حق لري چې د افغانستان نه ووځي، خو د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر باید په سمه توگه ترسره شي.

ښاغلي غني پدې اړه دا پوښتنه هم مطرح کړه چې آیا امریکا هغه هدف ته رسیدلې او که نه چې په وجه یې افغانستان ته راغلې وه؟

XS
SM
MD
LG