د لاس رسي وړ اتصالات

غني : پر افغانستان د لارو د تړلو د ګواښونو وخت تیر شو


جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ورځ د لاجوردو د لارې د پرانیستلو مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته تللی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۲۲ مه) په هرات کې د لاجوردو د لارې د پرانیستلو د مراسمو یوې غونډې ته وینا کې، پرته له دې، چې د کوم هیواد نوم واخلي، وویل، چې پر افغانستان د لارو د تړلو د ګواښونو وخت نور تیر شوی دی.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان د ترانسپورټ وزیر او د لاجوردو د لارې په اږدو کې د پرتو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو.

جمهور رئیس غني وویل " اولس کاله وړاندې افغانستان په انزوا کې وو، مونږ چا سره د ارتباط لار نه لرله او څو کاله وړاندې، څلور کاله مخکې ګواښل کیدو، چې که دغه سرحد درباندې وتړو او که هغه سرحد د خوړلو لپاره به ډوډۍ ونلرئ، نن افغانستان نښلول شوی دی".

جمهور رئیس غني وویل د افغانستان هدف نښلول دي، نه بیلوالی او د لاجوردو د لارې په پرانیستلو سره به دا هیواد جنوبي آسیا سره هم خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي.

ښاغلي غني وویل " دا لار، چې پرانیستل شوه، د جنوبي آسیا پر مخ د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده، بالعکس دا د مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره په دوهم پړاو کې د جنوبي آسیا د نښلولو لپاره یو قدم دی".

جمهور رئیس غني د ټولو هغو هیوادونو د مشرانو نومونه واخیستل، چې د دغې اقتصادي پروژې په پلي کولو کې یې افغانستان سره مرسته کړې او له هغوی یې مننه وکړه.

هغه په ځانګړي ډول د ترکمنستان د جمهور رئیس څخه د دې پروژې په پلي کیدو کې د مرستو له امله مننه وکړه.

جمهور رئیس غني وویل "ترکمنستان نه یوازې پریکړه وکړه، چې مونږ ونښلوي، د ماري او تورغونډۍ ترمنځ په فاصله کې د اورګاډي پټلۍ او هم په فاریاب ولایت کې په خپلو پیسو، خپلو کارګرانو او انجینرانو په مټ بشپړه کړه او مونږ یې د نښلولو وسیله کړو، مننه د ترکمنستان جمهوریت".

په دې مراسمو کې د ترکمنستان د ترانسپورت وزیر او په کابل کې ترکیې سفیر هم په خپلو ویناو کې د لاجوردو د لارې په اهمیت خبرې وکړې او د هغو هڅو او اقداماتو یادونه یې وکړه، چې د دې پروژې په بشپړیدو کې یې مرسته کړې ده.

کابل کې د ترکیې سفیر وویل، چې د راروان ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې به د دغه هیواد صدراعظم د یو شمیر اقتصادي پروژو په سر د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

هغه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي پروژو په اړه هم وغږدیده او ویې ویل، چې اقتصادي پروژې د ناامنۍ په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي.

د لاجوردو ترانزیتي لاره د افغانستان په شمال او لویدیځ کې له دوو بندرونو د فاریاب د آقینې او د هرات د تور غونډۍ څخه پيل او د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې د اروپا اوبو ته رسیږي.

د لاجوردو د ترانزیتي لارې هوکړه لیک تیرکال د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، جورجیا او ترکیې هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی وو.

XS
SM
MD
LG