د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي طالبانو د غزني د زندان امنیتي مرستیال وژلی


د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې طالبانو د غزني د زندان امنیتي مرستیال محمدعلي محمدي په میدان وردګو کې وژلی دی.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) په یو بیان کې ویلي چې سمونوال محمدعلي محمدي یو وړ او تکړه افسر و.

د غزني د پولیسو ویاند احمدخان سیرت امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دغه ولایت د مرکزي زندان مرستیال او د پولیسو یو سرتیری تیره ورځ په میدان وردګو کې هغه مهال ونیو چې غوښتل یې په مسافروړونکي موټر کې کابل ته لاړ شي.

د سیرت په وینا طالبانو دغه دوه تنه تیره شپه وژلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د ښاغلي احمدي د وژلو غندنه کړې ده.

د ښاغلي دانش دفتر په یو بیان کې ویلي: "په دې وروستیو کې تروریستي ډلو د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د زندانونو د امنیتي منسوبیونو په نښه کولو باندې تمرکز کړی دی".

ښاغلي دانش ټینګار کړی دی چې اړوند بنسټونه باید په داسې یو وضعیت کې د زندانونو امنیتي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې وروستیو کې د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو پېښو زیاتوالي اندېښنې پارولي دي.

د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس دوه اونۍ وړاندې هم طالبانو په همدې لاره د غزني د استیناف محکمې دوه غړي له موټر څخه کوز او له ځان سره بوتلل، چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

طالبانو تراوسه د دغو پېښو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG