د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په یو بمي برید کې د افغان پوځیانو مرګ ژوبله


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په هلمند کې امنیتي منابع وایي چې په یو موټر بمي چاودنه کې د افغان پوځ لس سرتیري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم د نه ذکر کولو په شرط یې د امریکا غږ ته وویل چې بریدګر د چاودیدونکو توکیو ډک موټر د افغان پوځیانو اډې ته نژدې منفجر کړی او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن چهارشنبه اکتوبر ۷ (تلې ۱۶) د پېښي په اړه امریکا غږ ته وويل چې د افغان ځواکونو پر یو مرکز ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکیو ډک موټر چاودنه کړې چې د مرګ ژوبلې په اړه يې لاهم دقیق معلومات په لاس کې نشته.

نوموړي وويل: "د ګرشک ولسوالۍ په اړوند یخچال سیمه کې پېښه تېره شپه ناوخته رامنځ ته شوې ځانمرګي بریدګر د موټر بم چاودنه کړې زموږ ګډې قواوې په سیمه کې مېشت دي خو د تلفاتو په اړه يې لاهم معلومات وروستي شوي ندي خو مرګ ژوبله شته."

په زابل کې د پولیسو پر مرکز برید

بلخوا د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې نن سهار وختي وسله والو د پوليسو پر یو مرکز برید کړی او ۷ پوليس په برید کې وژل شوي.

د زابل امنیتي مقامات پدې اړه تبصره نه کوي خو د شهرصفا ولسوالۍ یو مقام امریکا غږ ته وويل چې د ولسوالۍ په «بریام مانده» سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار دغه پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې.

سرچینې وويل چې وژل شویو پوليسو د یادې لارې د امنیت چاري مخ ته وړلې.

د کندهار معروف ولسوالۍ کې د برید مخنیوی

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن خواجه یحی علوي وايي چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې ته نژدې د سرحدي قواوو پر یو مرکز يې د موټر بم برید مخ نیوی کړی.

نوموړي وويل: "د ډیورنډ فرضي کرښې ته نژدې تیره شپه ۹ بجې د معروف په ولسوالۍ کې ځانمرګو برید کوونکو چې شمېر يې ۴ تنه و غوښتل د سرحدي قواوو پر یو مرکز برید وکړي خو سرحدي قواوو پدې اړه له مخکې معلومات لرل او یاد مرکز ته په نژدې کیدو سره يې پرې برید کړی او د چاودنې پر مهال برید کونکې وژل شوي او زموږ سرتیرو ته کومه زیان ندی رسیدلی."

خو د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د هلمند او کندهار په موټر بم بریدونو کې د پوځ پنځه سرتیري ټپیان شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د هلمند، زابل او کندهار د پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG