د لاس رسي وړ اتصالات

د "غازي اخبار"له سل کاله ځنډ وروسته چاپ شو


نن د جمعې په ورځ (اګست ۱۶) د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په خوست کې د سلو کلونو ځنډ وروسته د غازي اخبار اوومه ګڼه چاپ شوه.

د غازي اخبار سل کاله مخکې د شاه امان الله خان په دوره کې د لويې پکتيا په کچه په خوست کې چاپ او خپرېده. داسې ویل کیږي چې شپږ ګڼې يې هماغه مهال خپرې شوې وې او اوومه ګڼه يې نن په خوست کې له چاپه ووتله.

د خوست والي محمد حليم فدايي ددې اخبار او د يو شمېر کتابونو د خپرېدو پرانستغونډې کې وويل "هڅه مو دا ده چې د خپلواکۍ د سلمې کليزې په مناسبت د غازي اخبار د چاپ چارې د يوې مهالنۍ په توګه جاري وساتو."

د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد محمد خان نيازی وايي "ددې اخبار چاپ د اماني دورې يو له هغو نيمګړو کارونو څخه ګڼل کيږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې غواړي پوره کړي.

استاد نيازی وايي چې غازي اخبار تکړه او مجربو ليکوالانو ته اړتيا لري چې د غازي امان الله خان د وخت معیار په پام کې ونیول شي.

پر دې سربېره د ولايت مقام د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په پښتو ژبه د سلو کتابونو د چاپ لړۍ هم پيل کړه. له دې جملې درې کتابونه چاپ او نن يې د مخکتنې غونډه جوړه شوې وه.

ليکوال ګل شريف هڅاند امریکا غږ ته وويل چې ددې کتابونو چاپ او خپرول به نه يواځې د پښتو ژبې د ادبياتو په بډاينه کې مرسته وکړي، بلکې د ټولنې د فکرونو په تنوير او د علمي سويې په لوړېدو کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له انګريزانو څخه د خپلواکۍ ګټلو سلمې کليزې ته يواځې دوې ورځې پاتې دي. ددې ورځې د نمانځلو په خاطر په ټول افغانستان کې بې ساري ترتيبات نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG