د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې ځینې وژل شوې طالبان څوک دي؟


په غزني له کې تېرو څو ورځو راهېسې جنګ روان دی
په غزني له کې تېرو څو ورځو راهېسې جنګ روان دی

په ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه او ویډیوگانې خپرې شوې چې گنې د غزني په جنگ کې یوشمیر وژل شوي طالبان د پاکستان نه ورغلي و او مړې یې پاکستان ته انتقال شوېدي.

د پاکستان د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر او پخواني سناتور افراسیاب خټک په یو ټویټ کې د پاکستان د حکومت نه غوښتې چې پدې اړه وضاحت وکړي.

د تیرو څو ورځو طالبانو په غزني ډله ایز بریدونه وکړل چې د افغان چارواکو په وینا لسگونه افغان امتیتي ځواکونه او ملکیان پکې وژل شویدي. دوي وایي په دغه برید کې سلگونه طالبان هم وژل شوې چې د افغان امنیتي چارواکو په وینا د پاکستان د استخبازاتو په مرستې په غزني د برید لپاره راغلې و.

د افغان چارواکو د دغو ادعاگانو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو ځینو پاکستاني کارپوهانو هم د پاکستان د حکومت نه غوښتي چې وضاحت دې وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو یو فعال محمد سلیم په خپل ټویټر لیکلې چې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوگانې خپرې شویدي چې ښیي په غزني کې وژل شوي طالانو مړي پاکستان ته راوړل شویدي.

افراسیاب خټک چې د پاکستان د حکومت نه یې پدې اړه وضاحت غوښتې، امریکاغږ ته وویل چې په ټولنیزو رسنیو ښکاري چې د طالبانو مړي د پاکستان قبایلي سیمو ته راوړل شویدي، ځکه یې د وضاحت غوښتنه کړېده

د ښاغلي افراسیاب خټک سره پوره مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:16 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG