د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: غزني د سقوط له خطر سره مخامخ ندی


امریکایي ځواکونو په تیرو دریو ورځو کې په غزني کې د طالبانو پر مرچلو باندې۲۳ هوایي بریدونه کړي دي چې په کې ١۴٠ طالب جنگیالي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دریو تیرو ورځو کې افغان ځواکونو د ناتو قواو په ملاتړ شاوخوا ١۴٠ طالبان د غزني په ښار کې وژلي دي. رپوټونه همداشان وایي چې د افغانستان د پولیسو او پوځ څه دپاسه ١٠٠ منسوبین هم د غزني په جگړو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت ویاند د امریکا غږ ته وویل چې په تیرو دریو ورځو کې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو په مجموعي توگه د غزني په ښار کې د طالبانو پر ضد ٢٣ هوایي عملیات کړي دي.

د قاطع ماموریت ویاند همداشان وویل چې په اوسمهال د غزني ښار د افغان ځواکونو په کنترول کې دی او طالب جنگیالي "د ما هیلۍ له وجې د خلکو په منځ کې پټ شوي" او هغوی د غزني په ښار کې افغان قواو ته کوم گواښ نه دي.

له دې سره سره د ناټو قاطع ماموریت تائید کړه چې د غزني ښار بهر ځینو برخو کې کوچنۍ نښتې دوام لري.

د ناټو قاطع ماموریت د غزني لوی لارې د بندیو ادعا رد کړه او ټینگار یې وکړ چې د لویو لارو په اوږدو کې ټولې امنیتي پوستې د افغان ځواکونو په واک کې دي.

د غزني ښار نه د سره صلیب د کارکوونکو وتل

د افغانستان د حکومت او د ناټو د قاطع ماموریت د ادعاو سره سره چې د غزني ښار د افغان ځواکونو په کنترول کې دی نړیوال سره صلیب د دوشنبې په ورځ وویل چې تقریباً ددې سازمان ټول کارکوونکي د ناامنیو له وجې د غزني له ښار څخه د هیلیکوپتر په واسطه وتلي دي.

په کابل کې د نړیوال سره صلیب ویاندې اندریا کاتا پریتا، د امریکا غږ ته وویل اوس یواځې د دوی پنځه کارکوونکي په غزني ښار کې پاته دي. خو هغې د غزني ښار نه د ټولو وتلو کارکوونکو دقیقه شمیره په ډاگه نه کړه.

میرمن کاتا پریتا همداشان وویل چې سره صلیب تر اوسه ١٢٠ ټپیانو ته د درملنې مواد او د غزني روغتون ته درمل رسولي دي، خو زیاته یې کړه چې د ټپیانو شمیر زیات دی او روغتون ته په پرله پسې توگه نور ټپیان هم راځي.

د سره صلیب دغې ویاندې وویل چې دغه سازمان د ملکي وگړو د مصونیت په اړه اندیښمن دی.

XS
SM
MD
LG