د لاس رسي وړ اتصالات

د مېزان په شپږمه به یوازې ولسمشریزې ټاکنې کېږي ـ نورستاني


هوا علم نورستانۍ وايي د ولایتي شوراګانو او غزني د ولسي جرګې ټاکنو ته بودیجه او امکانات نلري
هوا علم نورستانۍ وايي د ولایتي شوراګانو او غزني د ولسي جرګې ټاکنو ته بودیجه او امکانات نلري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چي د افغانستان د ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای نه کېږي.

مخکې ټاکل شوې وه چې دا ټول انتخابات به د روان کال د مېزان میاشتې په شپږمه له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای کیږي. خو د ټاکنو کمېسیون مسؤلین وايي چې د دغه ټاکنو تر سره کېدل د وخت او امکاناتو د کموالي له امله ځنډول شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن چهارشنبه د «غبرګولې پر ۷مه» خبري کنفرانس کې وویل چې د دغو ټاکنو د تر سره کېدو مشخصه نېټه به تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته امکاناتو ته په کتو مشخصه شي.

اغلې نورستاني زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون پر یو وخت د یادو دریو واړو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره کافي بودیجه نه‌لري. حوا علم نورستاني وویل "له زیاتو مشورو او چنو وهلو وروسته له اړوندو لورو سره په همغږۍ د وخت، بودجې او تخنیکي امکاناتو د کموالي له امله، د ولسمشریزو ټاکنو د ښه مدیریت او تر ټاکنو وروسته د ستونزو او جنجالونو د مخنیوي او خلکو ته د ټاکنو د پایلو منلو لپاره پرېکړه وشوه چې یوازې ولسمشریزې ټاکنې پر شپږم د مېزان تر سره شي."

هغې زیاته کړه چې راتلونکې ټاکنې به د بایومټریک په وسیله تر سره شي. اغلې نورستاني په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې خپل مرستې پر وخت او زمان تر سره کړي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د تېرې غوايي میاشتې پر ۲۸مه نېټه امریکا غږ ته ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم د وخت د کموالې له امله د یادو ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کړې وه چې دوی ورسره نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG