د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې له زدکړو څخه د انجونو محرومیت


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي چې د طالبانو په لاس د دغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو له سقوط څخه وروسته د ښوونځیو زدکوونکې نجونې له زدکړو څخه محرومې شوي دي.

د میدان وردګو د پوهنې ریاست وایي چې د نجونو څه باندې سل ښوونځي په جلریز، سیدآباد، نرخ، جغتو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې تړل شوي دي او یوازې په حصې اول او دوهم بهسودو ولسوالیو او د میدان ښار په یو شمیر برخو کې نجونې ښوونځيو ته ځي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد سعید منصور د یکشنبې په ورځ اګست اتمې ( زمري ۱۷) امریکا غږ ته وویل"د طالبانو تر واک لاندې ټولو سیمو کې د نجونو ښوونځي بند دي.د دغو نجونو شمیر شاوخوا ۵۰۰۰۰ زرو ته رسیږي چې اوس له زدکړو بې برخې دي".

ښاغلي منصور زیاته کړه چې د قرنطین دورې له پای ته رسیدو وروسته یو شمیر دغه ښوونځي د جګړو له امله اوس هم تړلي دي.

له دې وړاندې یو شمیر طالب جنګیالو هم په میدان وردګو کې د نجونو د ښوونځيو مسوولینو ته ګواښ کړی وه چې خپل فعالیت ودروي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا یو غړی وایي چې په اوس وخت کې شاوخوا ۱۲۰ ښوونځي په دغه ولایت کې تړلي دي او د یو شمیر نورو ښوونځيو ودانۍ د جګړو له امله زیانمنې شوې دي.

ښاغلي هوتک د جګړې له لورو څخه وغوښتل چې ټولګټو ودانیو ته دې زیان نه رسوي او له ښوونځیو او کلینیکونو څخه دې د نظامي مرکزونو په توګه ګټه نه اخلي.

په همدې حال کې د میدان وردګو والي لونګ فیضان وایي چې هڅه کیږي د طالبانو په سیمه کې تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.

ښاغلي فیضان وویل"په کومو سیمو کې چې ستونزې وي موږ د متنفذینو او سپین ګیرو له لار هڅه کوو.لکه د چک په ولسوالۍ کې مو د طالبانو له ممانعت څخه مخینوی وکړ چې ښوونځي باید ونه تړل شي او د پراختیایي پروژو مخه د ونه نیسي او تر اوسه هم په دې برخه کې جدي مشکل وجود لري".

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست هم وایي چې د جګړو له امله د کهمرد ولسوالۍ په چهار طاق، کریمک، دو آب میخ زرین او اشپشته سیمو کې ښوونځي تړل شوي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد ایوب امیري امریکا غږ ته وویل چې څه باندې ۴۰۰ نجونې او هلکان له زدکړو څخه محروم شوي دي.

هغه وویل چې وروسته له هغې چې طالبانو په یو شمیر ولسوالیو بریدونه وکړل په زرهاوو کورنۍ بېځایه شوې چې بې ځایه شوي ماشومان تر اوسه خپلو ښوونځیو ته نه دي ستانه شوي.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG