د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ والي: په یوشمیر ولسوالیو کې نجونې له ښوونځي بې‌برخې شوي


د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وايي چې د طالبانو د ګواښونو له امله د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې نجونې له ښوونځي څخه بې‌برخې شوي دي.

ښاغلي عظیمي وویل په هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ځي او همداشان په ناامنو ولسوالیو کې هم ښوونځیو ته د تلونکو نجونو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه: "د بلخ، کشنده، زاري، شورتپه او دولت اباد ولسوالیو په ښوونځیو کې د نجونو حضور ډېر لږ دی او د چاربولک، بلخ او کشنده ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ځي".

ښاغلي عظیمي وویل چې ناامني او ګواښونه د دې لامل شوي چې د پوهنې له کیفیت څخه د څارنې ډلې هم له ښوونځیو څخه په سمه توګه څارنه ونکړي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت د بلخ ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې له ښوونځیو څخه د نجونو د بې‌برخې کېدو خبر ردوي.

د دغه وزارت ویاندې نجیبه ارین امریکا غږ ته وویل: "داسې څه نه دي شوي، تراوسه کوم ګزارش نه دی رسېدلی".

له دې سره هم‌مهاله د جوزجان ولایت چارواکو ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمیر هغو سیمو کې چې د دغې ډلې تر ولکې لاندې دي د نجونو د ښوونځیو فعالیتونه تر شپږم ټولګي پورې محدود کړي دي.

د دوی په وینا طالبان د جوزجان ولایت په ناامنو ولسوالیو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ورکوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG