د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو په افغان فعالانو باندې د بریدونو په اړه د نړیوالو بنسټونو اندېښنه


د بشري حقونو د دفاع نړیوال بنسټونه وايي چې له کوم شرط پرته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د دې احتمال شته چې د بشري حقونو د فعالانو په ځانګړې توګه د د ښځو د حقونو د فعالانو او خبریالانو لاسته رواړنې له ګواښ سره مخ شي.

دغو بنسټونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې د بخښنې نړیوال سازمان نشر کړې ویلي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه متحده ایالات، انګلستان، اروپايي ټولنه د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ټولو له حقونو څخه په ځانګړي ډول د هغو کسانو له حقونو څخه ساتنه وکړي چېبشري حقونو او مدني ټولنې د فعالانو په نوم په نښه کېږي.

په اعلامیه کې په کابل کې د سیدالشهدا د نجونو په ښوونځي باندې برید ته په اشارې راغلي چې بشردوستانه نړیوالو حقونو ته درناوی نه کول د بشري حقونو د فعالانو په وړاندې کواښونه لا زیات کړي او د مجرمانو د لازړورتیا لامل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "افغان چارواکي او نړیواله ټولنه باید له ټولو خواو څخه وغواړي چې له ملکي اهدافو څخه د نظامي لاسته راوړنو لپاره استفاده ونکړي او په دوو لسیزو کې د بشري حقونو په برخه کې د شویو پرمختګونو ساتنه وکړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې د مذاکراتو په نتیجه کې په دې برخه کې شاته تګ نه کېږي".

د بشري حقونو د څار بنسټ د شمېرو په اساس د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر څخه د روان میلادي تر مې میاشتې پورې د بشري حقونو ۱۷ فعالان په افغانستان کې وژل شوي چې په کې ۹ خبریالان هم شامل دي.

همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دې موده کې د بشري حقونو ۲۰۰ فعالانو او خبریالانو د افغانستان د بشري حقونو د دفاع او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو ته د ځان په وړاندې د جدي ګواښونو په اړه راپور ورکړی دی.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو، رسنیو کارکوونکو، مدني ټولنې استازو او د بشري حقونو د فعالانو په وړاندې د ګواښونو او بریدونو په پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG