د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د نجونو تعلیم د افغانانو یوه جدي اړتیا ده


په افغانستان کې د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو د تړل کېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دفتر مسؤلې، زده کړو ته د نجونو لاس رسی د افغانانو د راتلونکي یوه جدي اړتیا بللې ده.

ایزابل موسارد کارلسن د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) په افغانستان کې د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي: "زده کړو ته د نجونو لاس رسی د بشري حقوقو مسئله ده او هم د افغانانو د راتلونکي لپاره یوه جدي اړتیا ده."

اغلې کارلسن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نجونې زده کوونکي او محصلینې، د سبا ورځې ډاکترانې، قابلې، ښوونکي او انجینیرانې دي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت وايي په دغه هیواد کې د نجونو متوسطه او لېسې ښونځیو بیرته پرانیستلو په اړه د طرحې وروستیو کولو په اړه د دوی هڅې روانې دې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله تیره ورځ خبریالانو ته وویل: "دنجونو د تعلیم مسئله تر بحث لاندې ده.هیله ده چې دغه موضوع په نژدې وختونو کې هواره شي."

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته دنجونو ښوونځيو بندېدو پراخ غبرګونونه له ځان سرله لرل. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و چې طالبان د نجونو او ښځو حقوقو په برخه کې د خپلو ژمنو څخه د مخ اړولو په اړه باید جدیت سره حساب ورکړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the children) بیا ویلي چې په په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړل کېدو سره په دغه هیواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه زده کوونکي له زده کړو محرومې شوي دي.

دغه سازمان د اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ) پخپل راپور کې وویل چې له د ۱.۱ میلیون نجونو زده کوونکو له ډلې ۸۵۰زره تنې اوس ښوونځي ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG