د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د زده کړو حق یو اساسي بشري حق دی چې طالبان یې په رعایت کولو موظف دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولې ۲۵) ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو اوسني سیاستونه تبعیضي او ناعادلانه او د نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د زده کړو لپاره د نجونو حق له طالب چارواکو سره خبرو کې سره کرښه وي. طالبان باید له ځنډ پرته د هر سن لرونکو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ولاړې شي."

د دغه سازمان په وینا، د ملي او نړیوالو غوښتنو سره سره، طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه نه پاملرنې ته دوام ورکړی دی.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ پر افغانستان د طالبانو شاوخوا لس میاشتنی حاکمیت د نجونو د زده کړو په برخه کې تورې ورځې بللې دي.

دغه بنسټ ویلي چې په یاده موده کې د نجونو لپاره تر شپږم پورته ټولګي د نجونو بند دي او نجونې له زده کړو څخه محرومې شوي دي

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه انتقادونه رد کړل او امریکا غږ سره په خبرو کې یې وویل چې د تیرو کالونو په پرتله اوس په افغانستان کې د خلکو بشري حقونو په ښه توګه تامین دي.

ښاغلي مجاهد وویل، "اسلامی امارت هغه ادعاوې ردوي چې په افغانستان کې بشري حقوق ضایع شوي. د پخوا په پرتله د خلکو ژوند خوندي شوی، د مجرمینو پرته بل څوک زندان کې نشته".

د طالبانو ویاند ومنله چې په طالبانو د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو لخوا قیوداتو او همدارنګه د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدو په هیواد کې اقتصادي ستونزې پیدا کړي.

هغه د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د شکایتونو پر ځای د افغان ولس مرسته وکړي. .

کرزی: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

پر همدې مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د بېلابېلو ولایتونو دیني علماو په تکرار سره تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د خلکو او دیني علماو غوښتنو ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "له بهرنۍ اړتیا څخه د هیواد ژغورلو یوازینۍ لار علم او زده کړې دي."

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه نهه میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو ممکنه مثبت ځواب

په همدې حال کې د طالبانو ځینو سرچېنو امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو د قاضي القضات په مشرۍ اته کسیزې کمېټې د نجونو د ښوونځیو په اړه مثبت نظر درلود. دغه سرچېنې وایي چې کمېټې په دې اړه خپل نظر په کندهار کې د طالبانو مشر ته استولی دی چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي به تر "امرثاني" پورې بند وي. خو نړیوالې ټولنې په وار وار په طالبانو فشار راوړی چې دا ښوونځي ‌دې پرانیزي.

نړیوالې ټولنې تر دې دمه د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شو، په رسمیت نه دی پېژندلی او د نورو مسائیلو تر څنګ د ښځو حقونو ته د دغې ډلې نه درناوی یې هم یو علت بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG