د لاس رسي وړ اتصالات

 ملاله یوسفزۍ د اقلیم د بدلون ضد لاریون کې؛ د نجونو زده کړه د اقلیم ستونزه هم حل کوي


ملاله یوسفزۍ له ګریټا تنبرګ او ونیسا نیکیټ سره
ملاله یوسفزۍ له ګریټا تنبرګ او ونیسا نیکیټ سره

ملالې یوسفزۍ نن په سټاکهولم کې د سویډن د پارلمان مخې ته د اقلیم د بدلون خلاف مشهورو مبارزه کوونکو ګریټا تنبرګ او ونیسا نیکیټ سره په لاریون کې برخه اخیستې وه. دغه لاریون د ۲۰۱۸ کال راهیسې هره جمعه په همدې ځای دایریږي او په یوه نړیوال غورځنګ بدل شوی دی.

"د اقلیم بدلون خلاف مبارزه د نجونو د زده کړې د حق غوښتلو له مبارزې سره تړلې ده. په میلیونو نجونې د اقلیم اړوند ستونزو له امله ښوونځي ته لاس رسی نلري". دا خبرې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ نن جون ۱۰ (غبرګولی ۲۰) رویټرز خبري آژانس ته کړي دي.

په دغه لاریون کې ګډون کوونکو داسې بېنرونه او لوحې هم نندارې ته وړاندې کړي وې چې پرې افغان نجونو ته د زده کړې د حق د ورکولو څخه د ملاتړ شعارونه لیکل شوي وو.

۲۴ کلنه ملاله یوسفزۍ تقریبا لس کاله مخکې، د طالبانو لخوا له زده کړې څخه د نجونو د منع کېدو خلاف د کمپاین چلولو له امله په سر کې په مرمیو وویشتل شوه چې وروسته د همدغه کمپاین په برکت د نوبل د جایزې تر ټولو کم عمره ګټونکې شوه.

په سټاکهولم کې د اقلیم د بدلون خلاف مظاهره
په سټاکهولم کې د اقلیم د بدلون خلاف مظاهره

ملاله وايي: "د اقلیم اړوند ستونزو له امله په میلیونو نجونې ښوونځي ته نشي تللای. د وچکالۍ، سیلابونو په څېر ستونزې پر ښوونځیو اثر لري او اکثرا د خلکو د بې ځایه کیدو سبب کیږي". او زیاتوي: "پدې کې نجونې تر نورو زیاتې زیانمنیږي. لومړی نجونې له ښوونځي محرومیږي او تر ټولو وروسته ښوونځي ته ستنېږي."

په لاریون کې، ملالې یوسفزۍ د خپل هغه وخت کیسه وکړه چې په سیلابونو کې د کلي ښوونځي ویجاړ شوي وو او ډیر وخت ښوونځي ته نشوه تللای.

ملالې یوسفزۍ او د اقلیم د بدلون خلاف مبارزه کوونکو ګریټا تنبرګ او ونیسا نیکیټ درې واړو ټینګار وکړ چې ښځې، په ځانګړي ډول په وروسته پاتې هېوادونو کې، د اقلیم بدلون په نتیجه کې تر نورو زیاتې زیانمنیږي. دوی وویل چې د ښځو د سواد کچې لوړېدل ددغه حالت په ښه کېدو کې سره مرسته کوي.


د یوګانډا د هېواد ۲۵ کلنې مبارزې ونیسا نیکیټ وویل: د نجونو له زده کړې سره د ګلخانه يي ګازونو تولید کمېدلای شي، د ښځو توان ورسره زیاتیږي او هغه نابرابرۍ کمولای شي چې دا مهال ډیرې مېرمنې او نجونې ورسره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مخامخ دي".

۱۹ کلنې ګریټا تنبرګ هم د نجونو د زده کړو په اړه وویل چې "هره نجلۍ کولای شي نړۍ بدله کړي خو پدې شرط چې د اړتیا وړ اسباب ورته برابر شي".

ملالې یوسفزۍ د لاریون په ترڅ کې له ګډون کوونکو او سیلانیانو سره عکسونه واخیستل او د اقلیم د بدلون له مبارزه کوونکو سره یې د هغو د هڅو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG